له افغانستان سره د مرستې په اړه نړيوال کنفرانس کې د دې هېواد د سولې له پروسې څخه ملاتړ ښکار شوی
cri2020-11-25 14:26:30
شريکول:

 


 د افغانستان په اړه د م م د سرمنشي او له افغانستان سره د م م د مرستندويه پلاوي مشره ډيبوراح ليونس د وينا په حال کې ده

  له افغانستان سره د مرستې په اړه نړيوال کنفرانس د نومبر په ۲۴مه نېټه په جينيوا کې پای ته ورسېد. نړيوالې ټولنې په دغه کنفرانس کې د افغانستان د راتلونکو څلورو کلونو د پرمختګ پلان په اړه د لومړي کال لپاره لږ تر لږه د ۳.۳ ميليارډو امريکايي ډالرو د مرستو ژمنه کړې ده او ترې ښکاري چې دغه ټولنه تر ۲۰۲۴ کال مخکې په حساسه موده کې په اقتصادي او سياسي برخو کې د افغانستان د سولې له پروسې څخه جدي او قوي ملاتړ کوي. برسيره پر دې، په دغه کنفرانس کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره غوښتنه وشوه چې جګړه بايد ژر پای ته ورسېږي، تر څو په افغانستان کې دايمي سوله، ثبات او سمسورتيا عملي شي.

     په دغه کنفرانس کې نړيوالې ټولنې له افغانانو سره د مرستو دايمي ژمنه يو ځل بيا تکرار کړه، ۶۶ هېوادونو او څه دباندې ۳۰ نړيوالو سازمانونو ژمنه کړې چې د افغانستان د ۲۰۲۱-۲۰۲۴ له پلان څخه به ملاتړ وکړي او همدارنګه غوښتنه يې وکړه چې ښځې، ځوانان او لږکي بايد د دغه هېواد د سولې په پروسه کې  برخمن شي.

     د افغانستان مسئلې په اړه د م م د سرمنشي او له افغانستان سره د م م د مرستندويه پلاوي مشرې ډيبوراح ليونس وويل، د افغانستان پر وړاندې ننګونې ډېر د اندېښنې وړ دي، خو د جينيوا په دغه کنفرانس کې د نړيوالو همکارانو ژمنې د افغانستان د راتلونکي لپاره اميد بښونکې دي. دغه کنفرانس په دوحه کې د سولې خبرو اترو په شان تاريخي ارزښت لري او د سولې او سمسورتيا لپاره کلک بنسټ ايښودلی شي. هغې وويل

((ننګونې زياتې دي، خو د دوحې سولې خبرو اترو کې تاريخي برياليتوب تر لاسه شوی او اوس د جينيوا کنفرانس کې نړيوالې ټولنې هم له افغانستان څخه پياوړی ملاتړ څرګند کړ، نو دغه دواړه کارونه به په ګډه ښې اغېزې ولري. ))

مېرمن ليونس دې ته اشاره وکړه چې افغانان له ډېرو غمونو او ستونزو سره مخ دي، خو نن ورځ د افغانستان او د خلکو لپاره يې يوه ښکلې ورځ ده، څرنګه چې نړيواله ټولنه په يووالي سره ملاتړ کوي. هغې وويل

((نن ورځ د نړيوالې ټولنې، ګڼ شمېر سيمه ييز هېوادونه او نړيوال سازمانونه دلته راغونډې شوي او له افغانستان څخه مو ملاتړ څرګند کړ. ډېرو همکارانو دا تائيد کړه چې د سيمه ييزې همکارۍ او لاسرسي په برخه کې به د تل په شان له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. يو باثباته افغانستان  نه يوازې د افغانانو لپاره ګټور دی،  بلکې   منځنۍ او جنوبي اسيا ته به هم ګټې ورسوي. ))

د جينيوا په دغه کنفرانس کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چټک او دايمي اوربند غوښتنه وشوه. په دغه اعلاميه کې د يو خپلواک او متحد افغانستان د پياوړتيا لپاره نوې همکاريزې اړيکې اعلان شوې. مېرمن ليونس په ډاګه کړه چې په دغه نړيوال کنفرانس کې د څواړخيز نظام مهموالی ښکار شوی، که څه هم اوس کوويد-۱۹ په نړۍ کې د چټک خپرېدو په حال کې دی، خو بېلا بېلو خواوو بيا هم په دغه کنفرانس کې ګډون کړی او يووالی مو څرګند کړی دی. هغې وويل

((په دغه کنفرانس کې يوه مهمه نښه ښکاره شوې چې د زور زياتي کمول ضروري کار دی، چټک اوربند بايد ترسره شي تر څو افغانان به نه يوازې د اړتيا وړ بشري ملاتړ، بلکې د کوويد-۱۹ ضد مبارزې لپاره د ټولنې او اقتصاد ملاتړ تر لاسه کړي. نن ورځ هم د افغانستان او هم د نړيوالې ټولنې لپاره يوه ښکلې ورځ ګڼل کېږي.))

مېرمن ليونس زياته کړه چې د بسپنې پيسې بايد په اغېزمنه توګه وکارول شي. افغان حکومت بايد د دغو پيسو د کارونې لپاره مسئوليت پر غاړه واخلي، د بشري حقونو، د مذهبي، قومي او لږکيو حقوقو ته بايد پاملرنه وشي، د فساد ضد پياوړي تدبيرونه بايد وټاکل شي چې دغه مرستندويه پيسې به افغانانو ته واقعي ګټې ورسوي.