د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د چيني تګلارو څېړنيزې څانګې مشرې مارګيټ مولنر څو ورځې دمخه رسنيو ته څرګنده کړه چې چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته تر نورو مخکې اقتصادي سمسورتيا بيا تر سره کړې. دا د نړۍ لپاره خورا اهميت لري.
نوموړې وويل چې چين تل د کرونا وبا ضد له نړيوالې مبارزې څخه ملاتړ کړی او کوي يې او نورو هېوادونو ته يې ډېر زيات ضروري او وقايوي توکي برابر کړي دي.