د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۵مه نېټه د امريکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په پار ښاغلي جو بايډن ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې څرګنده کړې چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دی، بلکې د نړيوالې ټولنې له ګډې هيلې سره هم سمون لري. هيله لرو چې دواړه خواوې د نښتو او مقابلو په نه کولو او متقابل درناوي سره د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي توپيرونه کنټرول کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړي او له نړيوالې ټولنې سره د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.
د چين مرستيال ولسمشر وانګ چي شان په همدې ورځ د امريکا د مرستيالې ولسمشرې په توګه د ټاکل کېدو په پآر مېرمن کامالا هاريس ته هم د مبارکۍ پيغام استولی دی.
( سپوږمۍ)