په پيچلي نړيوال وضعيت کې د چين مسئولانه رويه ډېره ستايل کېږي
cri2020-11-26 15:02:49
شريکول:

په پيچلي نړيوال وضعيت کې د چين مسئولانه رويه ډېره ستايل کېږي

د چين پېژندنې په اړه نړيوال کنفرانس څو ورځې مخکې په ګوانګ جو ښار کې په انلاين ډول تر سره شو. په دغه انلاين کنفرانس کې د بريتانيا پخواني لومړي وزير جامس ګوردن براون په خپلو خبرو کې وويل، د چين د دولت رئيس له هغه نظر سره موافق يم چې بايد د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د پراخېدو پر بنسټ د نړيوال سياسي او اقتصادي وضعيت د ستر بدلون په حال کې متحده ټولنه جوړه شي. هغه زياته کړه چې اوس کوويد-۱۹ په نړۍ کې د چټک خپرېدو په حال کې دی او د دغه ويروس د منفي اغېزو له امله نړيوال اقتصاد ډېر کمزوری شوی، په دې وخت کې د خپلو سياسي ګټو د ساتلو لپاره د ځينو هېوادونو ناسم عملونه د منلو وړ نه دي.

دا يو واقعیت دی چې د امريکا ځينو سياستوالو په دې وروستيو کلونو کې يو اړخيز تدبيرونه او د سوداګريز تسلط عملونه غوره کړي او د نورو هېوادونو د بدنامۍ هڅې او پرې تورونه يې لګولي چې له امله يې د نړيوال اقتصاد پر وړاندې خطرونه او د ناثباتۍ عوامل ډېر شوي او نړيوال اداري سيسټم د بېکارۍ له ګواښ سره مخ شوی دی.

که څه هم اوس د نړۍ پر مخ ډېرې ستونزې او ننګونې لا هم موجودې دي، خو د سولې او پرمختګ عنوان نه دی بدل شوی او د نړۍ د څو اړخيز کېدو او د اقتصاد د نړيوال کېدو تمايل مخه نه شي نيول کېدلی. څو اړخيز نظام او ازادې سوداګرۍ د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري، په دې برخه کې د چين کوښښونو په نړۍ کې پراخه ستاينه تر لاسه کړې ده.

د اندونيزيا پخوانۍ ولسمشرې ميګواتي سيوکارنو په دغه انلاين کنفرانس کې وويل، د کوويد-۱۹ د رامنځته کېدو په لومړي وخت کې چين د اندونيزيا په شمول ګڼ شمېر هېوادونو ته د مرستې لاس اوږد کړی و. هغې وويل، چين د کوويد-۱۹ د چټک خپرېدو په وخت کې له بېلا بېلو هېوادونو سره متقابلې مرستې کړې، دا د انسان د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره عملي کوښښونه دي.

يو لړ شمېرې ښيي، د تېر اکتوبر تر شلمې نېټې پورې چين د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو او ۷ نړيوالو سازمانونو ته د وقايوي مرستې برابرې کړي، له نورو سره يې څه دباندې ۱۷۹ ميليارډه ماسکونه، ۱.۷۳ ميليارډه خونديتابه جامې او ۵۴۳ ميليونه کيټونه  صادر کړي دي. د چين د عملي کوښښونو له کبله د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې نړيوالې همکارۍ ژورې او پياوړې شوې او په عين وخت کې د زورواکۍ غوښتنه لرونکو هېوادونو له امله رامنځته شوې منفې اغېزه کمه شوې ده.

د يادولو وړ ده چې چين د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د هڅو کولو په عين وخت کې د ورخلاصون او پرمختګ په برخه کې خپل ګامونه پورته کول روان ساتلي دي. څو ورځې مخکې چين د څوارلسم پنځه کلن پرمختګ پلان خپور کړ او پکې د پرمختګ نوې نظريې، نوې مرحلې او نوي شکلونه بيان شوي دي چې ترې د ورخلاصون او همکارۍ په برخو کې د چين اغېزمن تدبيرونه ښکاره کړي دي.

اټکل کېږي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د چين د وارداتو عمومي ارزښت ۲۲ زرو ميليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي، چين د ۱.۴ ميليارډو نفوس لرونکي بازار د پټ ځواک په کارولو سره کورني او بهرني دورانونه هڅوي او د چين بازار په نړيوال بازار ګرځوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د اېپيک د مشرانو په ۲۷مه غير رسمي غونډه کې د ګډون په وخت کې وويل، چين به په فعاله توګه پر دې غور ونيسي چې د ارام سمندر په هر اړخيز او پرمختللي تړون کې ګډون وکړي. دا ښيي چې چين د ازادې سوداګرۍ د هر هغه تړون هرکلی کوي چې د اقتصاد نړيوال کېدو او سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو لپاره ګټور دی. د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي ولاديمير نوروف په ياد کنفرانس کې وويل، چين پر ورخلاصون او همکارۍ ټينګار کوي، د چين پرمختګ به ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي.