چين: هند بايد سمدلاسه د چيني تصديو پر وړاندې تبعيضي کړنه سمه کړي
CRI2020-11-26 11:09:54
شريکول:

د هند حکومت اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې به د چين ۴۳ اپليکېشنونه بند کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۵مه نېټه په مطبوعاتی غونډه کې د هند يادې کړنې ته په غبرګون کې وویل، هند بايد سمدلاسه ياده تبعيضي کړنه سمه کړي او له داسې کړنو څخه دې ډډه وکړي، چې دواړو خواوو ته زيانونه رسوي. د هند ياده کړنه له بازاري اصل او د تجارت نړيوال سازمان له مقرراتو څخه څرګنده سرغړونه ده او د چيني تصديو قانوني حقونه يې سخت ويجاړ کړي او چين ورسره کلک مخالفت کوي.

(فرشته)