شي جين پینګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې د پوځي تمرين په اړه غونډې کې مهمه وينا وکړه
CRI2020-11-26 15:09:26
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې د پوځي تمرين په اړه غونډه د نومبر په ۲۵مه نېټه بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جین پينګ په دې غونډې کې خپله وينا وکړه. هغه وويل، چيني پوځ بايد په نوي عصر کې د 

پوځ د غښتلېدو په اړه د کمونېست ګوند نظر او د پوځي چارو ستراتيژيکه تګلاره پلي کړي او هر وخت بايد د جګړې لپاره چمتو واوسي، د جګړې تمرينونه دې وکړي، د ټکنالوژۍ پر مټ دې خپل تمرينونه پياوړي کړي او د قانون له مخې دې هر وخت تمرينونو ته دوام ورکړي. پوځ دې غوره اخلاق ولري، اصلاحات او نوښت دې پياوړي کړي، د پوځي تمرين نوی سيستم دې جوړ او د تمرين او جګړې توان دې لوړ وساتي، څو په نوي عصر کې د پوځ د غښتلېدو په اړه د کمونېست ګوند موخه پوره شي او چيني پوځ په نړۍ کې د لومړۍ کچې پوځ وګرځي.

شي جين پينګ د ۲۵مې نېټې په ماښام د يادې غونډې له استازو، د پوځي تمرين د مترقي ادارو له ځينو غړو سره وکتل او عکسونه یې ورسره واخيستل.