ګوټريس: د نويو ټولنيزو قواعدو او نړيوالو تګلارو په پلې کولو سره دې اقتصادي سمسورتيا بيا وهڅوو.
CRI2020-11-26 10:27:08
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د نومبر په ۲۴مه نېټه د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د پرمخبيولو په اړه يوه ويډيويي غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نويو ټولنيزو قواعدو او نړيوالو تګلارو په پلې کولو سره دې د نړيوال اقتصاد سمسورتيا بيا تر سره شي او خلک دې له دوام لرونکي پرمختګ څخه برخمن شي.

په ياده غونډه کې چې عمده موضوع يې نړيوال اقتصاد ته نوی خوځنده ځواک برابرول او ټولو خلکو ته دوام لرونکی پرمختګ ورکول و، زيات شمېر نامتو اقتصاد پوهانو ګډون کړی و. ګوټريس د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې موږ بايد پر نړيوالې کچې نوې تګلارې پلې کړو څو واکونه، سرچينې او فرصتونه په ټوله نړۍ کې شريک او ټول ترې برخمن شي. برسېره پر دې، د هېوادونو په کچه دې نوي ټولنيز قواعد جوړ شي  چې ښوونيزو چارو ته دې زياته پاملرنه ورکړو او د ټولنې د متوازن پرمختګ د يو عمده ماشين په توګه دې ښوونه وبالو.

(سپوږمۍ)