چين به هېچا او يا هېڅ ډلې ته پر خپله خاوره د تېري، واحد چين د وېشلو اجازه ور نه کړي
د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ د نومبر په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين د امريکا او تايوان ترمنځ لههر ډول رسمي او پوځي اړيکو سره کلک مخالفت کوي. د چين د يووالي تمايل نه شي بدلېدای، د تايوان اوسنی مشر غواړي د بهرنيانو په مرسته تايوان له چين څخه بېل کړي، خو هېڅکله به دې موخې و نه رسېږي. چين به هېڅ شخص او ډلې ته پر خپله خاوره د تېري، واحد چين د وېشلو اجازه نه ورکړي. که څوک داسې اقدام وکړي، د چين ازادي بخښونکي پوځ به په ټينګ هوډ سره ماتې ورکړي او په کلکه اراده به د هېواد د حاکميت او د خاورې بشپړتيا وساتي. (هيله)