د چين د دفاع وزارت وياند: هند بايد په صميمانه رويې او مثبتو کړنو سره د سرحدي سيمې سوله او ثبات وساتي.
CRI2020-11-27 10:47:30
شريکول:

د چين د دفاع وزارت مطبوعاتي وياند ژن ګوه چيانګ د نومبر په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې اوس د چين او هند ترمنځ د سرحدي سيمې حالت عموماً ارام ساتل کېږي. موږ هيله لرو چې هند له چين سره پر ګډ لور ګامونه پورته کړي، په صميمانه رويې او مثبتو کړنو سره دې شوې موافقې پلې کړي او د سرحدي سيمې سوله او ثبات دې په ګډه وساتي. 

ژن ګوه چيانګ په دې اړه وويل چې د روانې مياشتې په ۶مه نېټه د چين او هند پوځي قوماندانو په کچه خپلمنځي ۸مې خبرې اترې تر سره شوې او تر دې وروسته يې يوه ګډه مطبوعاتي پاڼه خپره کړه. دواړو خواوو پر دې بنسټ د سرحداتو په لويديځه واقعي کنټرولونکې کرښې په شاوخوا ځای کې يو له بل سره د واټن د ساتلو په اړه په ډاګه د نظريو تبادله کړې او موافقې ته رسېدلي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شوې موافقې په جدي توګه پلې کړي، صبر او رغم دې وساتي او د سوتفاهم مخنيوی دې وکړي.

( سپوږمۍ)