د چين صدر اعظم به د شانګهای همکارۍ سازمان د حکومتي مشرانو شورا په ۱۹مه غونډه کې ګډون وکړي
CRI2020-11-27 16:11:31
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د دغه هېواد صدر اعظم لي که چيانګ به د نومبر په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو حکومتي مشرانو شورا په ۱۹مه غونډه کې ګډون وکړي. دغه غونډه به د هند په کوربتوب په انلاين ډول تر سره شي.

نوموړي په يوه نوبتي خبري ناسته کې داسې معلومات ورکړل چې صدر اعظم لي که چيانګ به د دغې غونډې په ترڅ کې د مختلفو غړو هېوادونو له برخه والو مشرانو سره د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د همکارۍ پياوړتيا په اړه د نظريو تبادله وکړي، لا زياتې موافقې به مومي او اغېزمن تدبيرونه به ونيسي څو د يو کمربند او يوې لارې ابادي د مختلفو هېوادونو له پرمختيايي ستراتيژۍ او رنګا رنګ سيمه ييزې همکارۍ سره ونښلوي او د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، متقابل پيوستون او کلتور په برخو کې خپلمنځي همکاريزه سويه لوړه کړي.