په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر له ۶۰ ميليونو څخه زيات شوی
cri2020-11-27 11:39:51
شريکول:

په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر له ۶۰ ميليونو څخه زيات شوی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۲۶مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر له ۶۰ ميليونو څخه زيات شوی دی.

شمېرې ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماښام تر ۶ بجو ۳۸ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې ۵۷۷ زره او ۱۹۸ مثبتې پېښې زياتې شوې چې عمومي شمېر يې ۶۰ ميليونو، ۷۴ زرو او ۱۷۴ تنو ته رسېدلی، په همدغه ورځ د دغه ويروس له امله ۱۱ زره او ۲۶۳ ناروغان مړه شول او عمومي شمېر يې ۱ ميليون، ۴۱۶ زرو او ۲۹۲ تنو ته رسېدلی دی.

امريکا، هند او برازيل پر دغه ويروس د اخته ناروغانو د شمېر په برخه کې مخکښ درې مقامونه نيسي. (هيله)