ښايي وړاندې په وو هان او نورو ځايونو کې پر کوويد-۱۹ ويروس اخته کسان موجود و
CRI2020-11-27 15:33:42
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان  د بېړنيو پروژو مسؤل مايک ريان د نومبر په ۲۳ مه نېټه د دغه سازمان په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې ښايي په نړۍ کې ډېر پخواپه مختلفو وختونو او ځايونو کې انسانان پر کوويد-۱۹ ويروس اخته شوي وي.

مايک ريان وويل، ښايي د چين وو هان ښار  د دې ويروس د خپرېدو  يوازينۍ سرچينه نه نه وي، خو لا معلومه نه ده چې آيا دغه ويروس لومړی له انسان، حيوان يا طبيعت څخه سرچينه اخيستې.

 په نړۍ کې پر ساري ناروغۍ د لومړي اخته شوي کس پيدا کول د ساري ناروغيو د ټولو طبي څېړنو لپاره يوه ډېره مهمه برخه ده.

  ښايي نه يوازې يو کس، بلکې څو کسان په يو وخت کې پر کوويد -۱۹ ويروس اخته شوي وي، ځکه دغې ناروغۍ ښايي له څو ډولو حيواناتو څخه سرچينه اخيستې وي. ډېر معلومات ښيي چې کوويد-۱۹ ويروس په لومړي وخت کې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې موجود و. څېړونکو پدې وروستيو ورځو کې د اسمان څکالي په بدن کې دغه ويروس پيدا کړی او موږ هم په بېلابېلو ځايونو کې هغه څه پيدا کړي چې ددې ويروس د سرچينې شک پرې کېږي.

نوموړي وويل، تراوسه معلومه نه ده چې کوويد-۱۹ ويروس لومړی له حيوان څخه که له انسان څخه خپور شوی، يوازې دا ثابته ده چې دغه ويروس د وو هان د سمندري خوارکي توکو په بازار کې پيدا شوی. د روغتيا نړیوال سازمان يوې بلې چارواکې ماريا فان کيرخوف وويل چې دغه سازمان کابو يو کال ته اړتيا لري چې د کوويد-۱۹ ويروس د منشا پيدا او تائيد کړي.