د چین او روسيې صدراعظمانو ترمنځ ۲۵ ويډيويي ملاقات به په ټاکلي وخت کې تر سره شي
cri2020-11-27 11:05:19
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د هېواد صدراعظم لي که چيانګ به له روسيې لوري سره د مشورو له مخې د ډسمبر په دوهمه نيټه د ياد هېواد د فدرالي حکومت له صدراعظم ميشوستين سره ۲۵م ويډیويي ملاقات وکړي چې دا به د چین او روسيې ترمنځ د اړيکو د لاټينګښت او د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ او سمسورتيا سره مرسته وکړي او له کوويد ۱۹ وبا سره په مبارزه کې د بريا موندلو او د اقتصادي پرمختګ د اعاده کولو لپاره به د چين او روسيې تجربې شريکې کړي.

جاو لي جيان وويل چې د کوويد ۱۹وبا له پيل راهيسې چين او روسيې يو له بل څخه ملاتړ کړی او په نوې زمانه کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جامع همکاريو د ستراتيژيکو اړيکو د لاټينګښت، د دې وبا د منفي اغيزو د لېرې کولو او په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزې همکارۍ د ثابت پرمختګ لپاره هڅې کړې او کوي يي. (غاټول)