د برازيل د ولسمشر مرستيال: چين د برازيل دايمي همکار دی
CRI2020-11-27 15:07:56
شريکول:

د شينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د برازيل د ولسمشر مرستيال موران د نومبر په ۲۶ مه نېټه وويل، چې چين د برازيل  د دواملرونکي اقتصادي پرمختګ په لاره کې دايمي او مهم  همکار دی.

 د برازيل او چين د غوره سوداګرو ټولنې د چين په اړه د برازيل د اوږدې مودې ستراتېژۍ بنسټ په نوم د رپوټ خپرولو مراسم ترسره کړل او د برازيل مرستيال ولسمشر موران هم پکې ګډون کړی و.

نوموړي وويل، چې چين له هغو کمو هېوادونو څخه دی، چې شين اقتصاد ته د پرمختګ ورکولو توان او تخنيکي سرچينې لري او د دغه هيواد د شين  اقتصاد د  پرمختګ ستراتېژي برازيل ته هم د پرمختګ ډېر فرصتونه رسولي دي.

نوموړي زياته کړه، که څه هم برازيل غني سرچينې لري، خو له سرچينو څخه  د مناسب کار اخيستلو په برخه کې لا هم  نيمګړتياوې لري، برازيل او چين کولی شي چې د توليدي ځنځير د بيا جوړولو او د زراعتي سوداګرۍ په برخه کې د ډيجټلي تخنيکونو د کارولو په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

موران  د خبرو په پای کې وويل، چې له ۲۰۰۹ کال راهيسې چين د برازيل تر ټولو مهم سوداګريز همکار پاتې شوی دی. کوويد-۱۹ وبا ټوله نړۍ له لويو ننګونو سره مخ کړې ده، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زياته شوې، چين ته د برازيل د صادراتو  ارزښت لوړ شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. د برازيل حکومت به د تګلارو د جوړولو په برخه کې چين ته لومړيتوب ورکړي.