د چين او اروپا ترمنځ منظم اورګاډي
cri2020-12-15 14:08:40
شريکول:

د شينجيانګ د مرکز ارومچي ښار د ځمکني بندر سيمه، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ترافيکي محور او د سوداګريزو توکو د حمل و نقل مرکز بلل کېږي. برسيره پر دې، له همدې ځایه لویديځ ته د چين او اروپا منظم اورګاډي روانيږي او د پیل نقطه يې بلل کيږي.

د ارومچي د ځمکني بندر اداري مسئول ليو شاو هوا وويل، په ارومچي ښار کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په جوړيدو سره، دغه ښار په ۲۰۱۷ کال کې د ځمکني بندر جوړونې نظر وړاندې کړه او وروسته يې په ۲۰۱۹ کال کې دغه سيمه د هېواد د توکو د حمل او نقل محور او د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډيو د پيل تمځای او نمونوي پروژې په توګه وټاکله.

اوس له چين څخه اروپا ته د منظمو اورګاډيو درې پټلۍ غځېدلې دي. د اورګاډي لوېديځه کرښه د چين د منځنۍ او لوېديځې سيمې څخه په تېرېدو سره د شينجيانګ د الا شان غره او قورغاس بندرونو څخه اروپا ته غځېدلې، منځنۍ کرښه د چين د هوا بې سيمې څخه په تېرېدو سره د داخلي مغولستان د Erenhot اېرينهوت له بندر څخه اروپا ته لاړه ده او ختيځه کرښه د چين له جنوب ختيځې سيمې تېره شوې او د داخلي مغولستان له منجور بندر څخه د اروپا پر لور غځېدلې ده. په دغو درېيو لارو کې پر لوېديځې لارې د توکو د حمل و نقل اندازه تر ټولو زياته ده، چې د صادراتو او وارداتو ۷۰ سلنه توکي پرهمدې لارې ځي او راځي، ځکه چې دغه لاره پر ډېرو هېوادونو او سيمو تېره شوې او ډېرو نورو هيوادونو ته نږدې ده. د دغې رېللارې شمال ته روسيه، لوېديځ ته يې د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونو، جنوب ته يې افغانستان، ايران او ترکيه پراته دي او همدغو هيوادونو ته ترې نورې فرعي لارې غځېدلې دي. برسيره پر دې، دغه کرښه سږ کال تر خزر بحيرې او تور سمندر  پورې وغځېده او اوس ګرجستان، ارمنستان او اذربايجان ته هم نږدې شوه.

د شينجيانګ د ځمکني بندر مرستيال مينيجر جو کای وويل، د کوويد-۱۹ تر رامنځته کېدو وروسته د چين او اروپا ترمنځ اورګاډي ډېر بوخت دي. دغه اورګاډي د چين  له ۵۰ ښارونو مالونه لیږدوي، په نړۍ کې د کوويډ-۱۹ ویروس د چټک خپرېدو په درشل کې د دغو اورګاډو د تګ راتګ شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت شل سلنه زيات شوی دی او له دې څخه ښکاري، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د معاملو او سوداګرۍ د پراخېدو په برخه کې ستر پټ توان لري.

د ۲۰۲۰ کال تر نومبر مياشتې پورې د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډو په عمومي شمېر کې، یوازې د لوېديځې کرښې د اورګاډو د تګ راتګ شمېر چې د شينجيانګ له الا شان او قورغاس بندرونو تېرې شوي، څه باندې ۴۰۰۰ ته رسېدلی، په عين وخت کې د منځنۍ او ختيځې کرښو له لارې د اورګاډو د تګ راتګ اورګاډو عمومي شمېر له ۵۰۰۰ زيات شوی دی.

د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډيو اوسپنيزه لاره په نړۍ کې تر تولو ډېره اوږده ده او د موادو د بار کچه يې تر تولو زياته ده. چين د دغو لارو په وسيله د منځنۍ اسيا او اروپا له ۲۰ هېوادونو او څه باندې۹۰  ښارونو سره نښلول شوی دی.

چين به د محوري تمځايونو جوړونه پياوړې کړي، د دغو منظمو اورګاډو ترتيب به لا ښه کړي او د تجهيزاتو ضمانت توان به لا لوړ کړي تر څو د دغو منظمو اورګاډو په وسيله د اوسپنيزو لارو په اوږدو کې د پرتو هېوادونو اړتياوې پوره شي او د دغو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسول شي.