د چين تېکنالوژي به د افغانستان زعفرانو د لا پرمختګ سبب شي
CRI2020-12-23 15:25:58
شريکول:

د ۲۰۲۰کال په نومبر مياشت کې د افغانستان زعفرانو په لومړي ټاټوبي د هرات په ولايت کې د زعفرانو پياز له څو مياشتني خوب او استراحت وروسته د ښکلو ګلانو په غوړېدا پيل کوي او له زعفرانو څخه د نازکو تارونو د راټولولو وخت د ځايي بزګرانو او هلته په دې برخه کې د يو چيني شرکت د کارکوونکو لپاره خوشاليو ډکه شيبه وي د زعفرانو ښه وده او حاصل دا ټولو ددوی له خوښيو سره تړاو لري او هم ورته ډير اهميت لري.

زعفران د چينايانو په اند، داسې ارزښتناک نبات او د ګټورو شتمنو طبي موادو درلودونکی دی چې په بدن کې د وينې جريان عادي کونه کې، د دردونو مخنيوي کې ډير ګټور او اغېزمن رول لري. د افغانستان زعفران د کيفيت له لحاظه په ټوله نړۍ کې مشهور او د مخکښ ځای په ترلاسه کولو باندې توانيدلي دي چې په چين کې د مسلکي پوهانو لخوا يې هم کيفيت تائيد او پيژندل شوی دی. د افغانستان په هرات کې د زعفرانو د توليد په اړه د يو چيني شرکت مسئول شيانګ جي وايي د افغانستان زعفران د ښه او عالي کيفيت درلودونکي دي او په چين کې افغان زعفران ډير ښه او د ستر بازار لرونکي دي او له ۲۰۱۶کال څخه تر اوسه پورې يې د زعفرانو کښت او حاصلاتو اصلاحاتو په چارو کې ډير زحمتونه ايستلي دي چې ښې نتيجې يې ورکړې دي.

د افغانستان حکومت او اړوندې ادارې هم پخپل وار د بزګرانو ملاتړ او هڅونه کړې ده چې د زعفرانو کرنې ته مخه وکړي او ددې نبات کرنه د افغان بزګرانو ترمنځ اوس په چټکۍ سره د زياتوالي او پراختيا په حال کې ده هيله لري چې له دې لارې د بزګرانو کارونه او عايدات څو برابره زيات شي په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د نشه يي نباتاتو ځای ونيسي او په دې برخه کې زعفران تر ټولو ښه بديل بلل کيږي. په هرات ولايت کې د زعفرانو د توليد په اړه د چيني شرکت مسئول شيانګ جي هم داسې نظر لري. هغه وويل، ددغه کار په اړه بايد له ۲۰۱۶کال څخه يادونه وشي. هغه وخت مې فکر کاوه د يو کمربند او يوې لارې تر ټولشموله تګلارې لاندې زه څنګه او څه ډول کارونه کولی شم؟ نو لومړی مې د افغانستان، پاکستان او ايران په شمول له څو هېوادونو څخه نژدې ليدنې کتنې وکړې او د خپلو ليدنو کتنو په ترڅ کې مې دا نتيجه ترلاسه کړه چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله شتون لري، خو د دغه هېواد په هرات ولايت کې د زعفرانو کيفيت په سيمه کې تر ټولو لوړ دی او د ډېر ښه شهرت درلودونکي دي د دغه هېواد د حکومت لخوا زعفران د کوکنارو د کرلو پر ځای د يو ښه کرنيز نبات په توګه ګڼل کېږي. نو د ۲۰۱۷کال په جنوري مياشت کې مې له څو تنو همکارانو سره په افغانستان کې د زعفرانو د کرنې شرکت جوړ کړ او ځمکه مې ايجاره کړه، د زعفران پياز مې واخيستل او د زعفرانو د کرنې په کارونو باندې مې پيل وکړ. ډېره د خوشالۍ شيبه وه چې د همدې کال د نومبر په اتلسمه نېټه زموږ زعفرانو ګلانو غوټۍ وغوړېدې. 

د چيني سوداګر شيانګ جي په نظر، که د چين له اړوندو تېکنالوژيو د زعفرانو د کرنې په برخه کې استفاده شي، باور لرم چې د افغان زعفرانو کيفيت به لا نور هم ورسره لوړ شي. زعفران يو ډول ځانګړی نبات دی چې په ژمي کې وده کوي، د می او جون له مياشتو وروسته چې تودوخې پنځه ويشت سانتيګراد ته رسېږي، د استراحت او خوب موده يې وي. د مني په وخت کې په نومبر کې د تودوخې د ټيټېدو وروسته د زعفرانو غوټۍ غوړيږي او ګلان کوي. د همدغې ځانګړتيا له مخې، زعفران په می او جون مياشتو کې د خوب او استراحت له مودې وروسته د ريښو برخه له بهر څخه ايستل کېږي او وروسته په ځانګړو لرګينو قالبونو کې د زعفرانو د ودې او د ګلونو غوټيو غوړېدا چاپيريال ورته جوړيږي، نو په دغو ځانګړو لرګينو قالبونو کې په ريګونو کې زعفران ډيره ښه وده کوي، په بيرون کې په ازاده فضا او ځمکو کې چې د بېلابېلو نباتاتو او يا غلو دانو کرنه هم کېږي معمولا د پسرلي په موده کې د غنمو کرنه کيږي او په مني کې يې حاصلات تر لاسه کېږي.

ښاغلي شيانګ جي وويل، د ۲۰۱۷کال په پای کې مې فکر وکړ چې کومه غوره چينايي تکنالوژۍ او يا لارې چارې د زعفرانو په کرنه کې ګټور رول درلودلی شي. په دې توګه مو  د څو  کلنو تجربو په ترڅ کې د زعفرانو د کرنې، پالنې د بهير لپاره په وار سره په ځانګړو لرګينو قالبونو کې د زعفرانو د ښې ودې، زعفرانو ته د اوبو او ګټورو کودونو (سرې) ورکولو، په پاک چاپيريال کې د زعفرانو د وچولو په شمول يو شمېر تېکنالوژۍ او نوې لارې چارې له يو بل سره ملګرې او عملي کړې دي. هغه وويل، له ۲۰۱۷کال څخه تر ۲۰۱۹کال پورې زموږ لخوا کرل شوي زعفران د افغانستان د کرنې وزارت لخوا د زعفرانو د کيفيت په اړه ترسره شوو سياليو کې ګډون کړی دی زموږ زعفران د رنګ، خوند، بوی او د روڼوالي درجو له لحاظه په ټولو برخو کې عالي او د ستاينې وړ لقبونه تر لاسه کړي دي په دې توګه په عمومي کيفيت کې تر ټولو مخکښ مقام په تر لاسه کولو توانيدلي دي.

کله چې په افغانستان کې د زعفرانو غوټۍ غوړيږي او ګلان کوي بزګران د زعفرانو له ګلانو څخه بارونه ټولوي. په چين کې اوس د زعفرانو د لا زياتې او ښې استفادې لپاره دوه مهم او ګټور ازمايښتونه د جنوبي چين د تېکنالوژۍ په پوهنتون کې تر کار لاندې دي. په دغه پوهنتون کې د روغتيايي موادو او د سينګار لپاره د څيړنې په ساحو کې دوه ډلې چې ټول غړي يې وتلي تجربه کاره پروفيسران او ډاکټران دي، د دغو دوو ازمايښتونو ترسره کوونکي دي او د ازمايښتونو محتويات يې د افغانستان له زعفرانو څخه د سينګار او د روغتيايي خوراکونو جوړول دي. د دغه پوهنتون د چاپيريال او انرژۍ پوهني پروفيسر او د دغه پوهنتون او د نوښت د څيړنې انستېتيوټ تر همکارۍ لاندې د ساينس او تېکنالوژۍ له لارې د کيمياوي توکو د نوښت او څيړنې مرکز منشي چنګ جيان هوا له زعفرانو څخه د سينګار لپاره د موادو د جوړولو له ازمايښت او څېړنو سره ډېره علاقه لري.

پروفيسر چنګ جيان هوا وويل، لومړۍ سينګار په چين کې تر ټولو ستر بازار لري او خوندي، ډاډمن او اصلي طبعي موادو څخه د سينګار لپاره استفاده کول د مشتريانو ډير د علاقې وړ دي او خوښيږي. د افغانستان زعفران ددې کار لپاره يو ډېر ښه انتخاب دی، څرنګه چې زعفران سور رنګ لري او طبعي دی چې د سينګار په بازار کې د شونډو د لبسرين او د نورو سينګارونو د جوړولو لپاره مهم مواد کيدلی شي، دغه راز په زعفرانو کې د ساپونينSaponinبرخه د ځوان ساتنې او د زړېدو د مخنيوي لپاره او زعفران د پوستکي د بيا جوړېدو او د التهاب د مخنيوي او په دفاعي چارو کې مهم رول او ځای لري. ويلی شو چې د افغانستان له زعفرانو څخه د ګټورو عناصر ټولونه، د سينګار د نورو عناصرو سره د ګډولو، د رول او اغيزو د ازمايښت او د خونديتوب د ارزونې د تېکنالوژيو په مټ او لارو چارو ګډېږي، دا په چين کې د مشتريانو د ښکلا، سينګار موادو لپاره غوښتنې په ښه توګه پوره کولی شي او په افغانستان کې د زعفرانو کرنه د بزګرانو لپاره هم ډيرې ګټې له ځان سره لري.

څنګه د خوراک په توګه زعفراني غذايي موادو استفاده کيدلی شي؟ خلک همېشه په اوبو، چای او يا ښوروا (سوپ) کې د زعفران څو دانې اچوي او د زعفرانو چای او يا ښوروا (سوپ) څښي. په زعفرانو کې ايکوپيني lycopene  د طلا (سرو زرو) په توګه ګڼل کېږي چې دا د بدني روغتيا لپاره يو ډير ګټور عنصر دی د زړه د وينو رګونو، د ګيډې او کولمو فعاليت د تنظيمولو، د روحي فشارونو د کمولو، د خپګان لېرې کولو او د غوسې کمښت ارامتيا کې اغيزمن رول لري. اوس د ياد پوهنتون د خوراکونو د ساينس او پروژو د پوهنځي مرستيال مشر او پروفيسر لو وين يونګ په مشرۍ د ډاکټرانو يوه ډله له زعفرانو څخه د روغتيايي خوراکونو د جوړولو په څيړنه بوخته ده. پروفيسر لو وين يونګ وويل، د اصلي او سوچه زعفرانو بيه ډېره لوړه ده، که غواړو عادي مشتريان له زعفرانو څخه استفاده وکولی شي، يوه لاره پيدا کوو او اوس په دې اړه په څيړنه بوخت يو تر څو د مدرنې تېکنالوژۍ په مټ له زعفرانو څخه اغيزمن او مطلوب عناصر جلا او وايستل شي د نورو خوراکونو له عناصرو سره يو ځای شي او د ساينس په مټ د يوې اندازې تناسب له مخې مخلوط او ګډ شي، نو په دې توګه د روغتيا ساتنې لپاره ډول ډول ځانګړي خوراکونه جوړېدلی شي. يوازې که د زعفراني عناصرو لږه کمه اندازه او فيصدي پکې موجوده شي، نو د دغو خوراکونو اصلي بيه یو څه ټيټېدلی شي، په دې توګه عام مشتريان يې هم د اخيستلو توان پيدا کولی شي. 

سينګار او د بدني روغتيا لپاره خوراکونه په چين کې دواړه ستر بازار لري او د ياد پوهنتون عالي او مخکښو ساينسپوهانو لخوا د افغانستان زعفران تر څېړنې لاندې دي، دا څه اهميت لري؟ د دغو ازمايښتونو ترسره کول يعنې په افغانستان کې د چين د زعفرانو کرنې شرکت مسئول شيانګ جي خپل نظر داسې څرګند کړ. هغه وويل، تر اوسه پورې له زعفرانو څخه د سينګار په ساحه کې استفاده نه ده شوې او دا ځل له زعفران څخه د سينګار لپاره موږ غواړو مواد جوړ او وړاندې کړو چې په مستقيمه توګه هم د ښکلا لپاره او هم د پوستکي د ساتنې لپاره ګټور اوسي. بله خوا له سينګار څخه د خوراکونو جوړول به د خلکو په بدن کې د داخلي دوران له لارې د بدني روغتيا او د پوستکو د ساتنې لپاره ډير ګټور اوسي. چينايان دغو چارو ته ډېره پاملرنه کوي چې د زعفرانو ګټور عناصر د خوراکونو او پر پوستکو د استفادې له لارې کيدلی شي چې هم د ظاهري او هم د بدني سلامتيا لپاره ډاډمن، ګټور طبعي، نباتي موادو ته لاس رسي پيدا شي. نو د دغو توليداتو په اړه بازار له هيلو ډک دی. موږ به هم خپلې ګټې کمې کړو تر څو لا زيات مشتريان بيا ددغو توکو د اخيستلو توان پيدا کړي او لا زيات زعفران د مشتريانو اړتياوې پوره کړي. په افغانستان کې د زعفرانو حاصلاتو د لا زياتوالي لپاره به بزګران ددې نبات کرکیلې ته لا زياته مخه کړي. موږ هيله لرو په راتلونکو پنځو کلونو کې له افغانستان څخه د زعفرانو لا زيات واردات ولرو د وارداتو خپله کلنۍ اندازه تر لسو ټنو هم لوړه کړو.