د بېجينګ پوهنتون
cri2020-12-24 14:54:07
شريکول:

د بېجينګ پوهنتون په ۱۸۹۸ کال کې تاسيس شوی او لومړی يې نوم د بېجينګ امپيريل پوهنتون و. د ۱۹۱۲ کال تر انقلاب وروسته يې نوم بېجينګ پوهنتون شو. د بېجينګ پوهنتون د ملي سمسورتيا او آزادۍ، د هېواد جوړونې او پرمختګ او د ټولنيز تمدن د پرمختګ لپاره نه هېرېدونکې مرستې کړې دي. په دې وروستيو کلونو کې ، د ۲۱۱ او ۹۸۵ پروژې تر ملاتړ لاندې د بېجينګ پوهنتون د پرمختګ نوې تاريخي مرحلې ته ننوتلی دی. نن ورځ ، د بېجينګ پوهنتون د هېواد د لويو او تخليقي استعدادونو د روزنې زانګو ګڼل کېږي.

د ۲۱۱ پروژه په ۲۱ پيړۍ کې د شاوخوا ۱۰۰ کالجونو او پوهنتونونو جوړولو او يو شمېر کليدي څانګو د ابادولو پروژه ده چې د ۱۹۹۵ کال په نومبر کې د دولتي شورا لخوا تصويبېدو وروسته يې فعاليت پيل کړی. د ۲۱۱ پروژه د نوي چين له جوړېدو راهيسې د لوړو زده کړو په برخه کې د چين د حکومت مهم اقدام دی چې د ساينس او ​​تعليم له لارې د هېواد د بيارغونې ستراتيژۍ د پلې کولو لپاره يوه لويه پرېکړه ده.

۹۸۵ پروژه هغې لويې پرېکړې ته اشاره کوي چې د تېرې پيړۍ په پای کې د چين د کمونېست ګوند او دولتي شورا لخوا په نړۍ کې د يو لړ مخکښو پوهنتونونو جوړولو لپاره شوې. په ۱۹۹۹ کال کې ۹۸۵ پروژه په رسمي ډول پيل شوې او د دې پروژې لومړۍ مرحله د بېجينګ پوهنتون او تسينګهوا پوهنتون کې پلې شوې وه.

د بېجينګ پوهنتون بهرني محصلين کولی شي له داخلې مخکې د چين د حکومت ،   بېجينګ ښار ، بېجينګ پوهنتون يا کنفوسيوس پوهنځي له خوا د بهرنيو محصلينو د سکالرشپونو لپاره غوښتنه وکړي. بېجينګ پوهنتون ته تر داخلېدو وروسته ، بهرني محصلين لاهم فرصت لري چې د خپلو علمي ريکارډونو او نورو جامع فعاليتونو پراساس د بېجينګ ښار د سکالرشپ غوښتنه وکړي. نن ورځ موږ  د بېجينګ پوهنتون درې ډوله سکالرشپونه معرفي کوو او سبا به موږ نور سکالرشپونه معرفي کړو.