د چين د اوسپنيزو لارو پرمختګ
CRI2021-01-04 17:04:58
شريکول:

د چين د پرمختګ سرعت نړۍ حيرانه کړې او د ريل پټلۍ جوړول په تېرو ۷۰ کلونو کې د چين د چټک پرمختګ اساسي لامل منعکسوي. په ۲۰۱۸ کال کې په چين کې د کارېدونکو اوسپنيزو پټليو اوږدوالی ۱۳۱ زرو ته او د مسافرينو د تګ راتګ شمېر ۳ ميليارډه او ۳۷۰ مليونو ته رسيدلی او د اوسپنيزو لارو په وسيله د ليږد راليږدول شويو مالونو وزن تر ۴ ميليارډو ټنو زيات و. اوس چين د اورګاډو په وسيله د مسافرينو او مالونو د ترانسپورټ په برخو کې په نړۍ کې لومړی ځای لري. د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې په چين کې د پرانيستل شوو رېل پټليو اوږدوالی ۱۳۹ زرو کيلومترو ته رسېدلی او پکې د چټکو اورګادو د پټليو اوږدوالی له ۳۵ زرو کيلومترو څخه اوښتی دی چې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

په ۱۹۵۳کال کې د چين لومړنۍ اوسپنيزه لار په کاره کارېدلو ته وړاندې شوهچې د چنګ دو او چونګ چينګ ترمنځ غزېدلې وه. له دې وروسته چين د اوسپنيزو لارو د بشپړوالي او د حمل و نقل وخت د کمښت او سپما په برخه کې ډېره پانګونه کړې ده. د باو تو او لان جو ترمنځ اوسپنيزه لاره په چين کې په صحرا کې لومړۍ تېره شوې اوسپنيزه لار  ده؛ د چينګ های او شي ځانګ ترمنځ اوسپنيزه لاره د نړۍ په اوسپنيزو لارو کې د سمندر له سطحې نه تر ټولو لوړ جګوالی او تر ټولو زيات اوږدوالي لرونکې ده. چين بېلا بېلې ستونزې حل کړې او د يوې بشپړې شبکې د ابادۍ په برخه کې يې سالم پرمختګ کړی دی. اوس په چين کې د اوسپنيزو لارو شبکه د هېواد کوټ کوټ ته غزېدلې او رسېدلې ده.

 د چين د ګړنديو اوسپنيزو لارو عمومي اوږدوالی ۳۰ زرو کيلومترو ته نژدې شوی دی چې دا رقم د نړۍ د نورو سيمو د ګړنديو اوسپنيزو لارو د عمومي اوږدوالي له ۲ ځلې سره برابر دی. له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د اورګاډيو سرعت د چټکوالي اندازه له ۶ ځلې سره برابره ده. د بېلګې په توګه، په ۱۹۴۹ کال کې د اورګاډي په وسيله له بېجينګ څخه شانګهای ته په سفر باندې شاو خوا ۳۶ساعتونه لګېدل. خو اوس د فو شينګ اورګاډي له لارې د بېجينګ او شانګهای ترمنځ په سفر باندې يوازې ۴ ساعته او ۱۸ دقيقې لګيږي چې په يو ساعت کې د دغه اورګاډي چټکتيا ۳۵۰ کيلومتره ده. اوس چين د برقي او مقناطيسي ګډې تکنالوژۍ لرونکي اورګاډي د جوړولو په پلان باندې کار کوي چې په يو ساعت کې به يې چټکتيا ۸۰۰ کيلومترو ته رسيږي.

ولې په چين کې د پټليو د پرمختګ دومره د حيرانتياوړ سرعت شتون لري؟ په ځينو پرمختلليو هېوادونو کې د نويو پټليو جوړول ډېری وختونه د ګټو تر لاسه کولو په مټ هڅول کېږي ، خو په چين کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ  موخه د خلکو ژوند ښه والی او خلکو ته د لازياتو فرصتونو برابرول دي. د بېلګې په توګه، د چين د چنګ دو او کون مينګ ترمنځ پټلۍ د جوړولو په بهير کې يوه پيچلې لاره غوره شوې ترڅو د ملي لږکيو د بېلابېلو سيمو خلکو ترمنځ تګ راتګ لانژدې شي. نوموړی اورګاډي لارې په اوږدو کې ۹۹۱ پلونه جوړېږي او له ۴۲۷ تونلونو څخه تېرېږي چې د ډېرو کسانو لخوا د انجينرۍ معجزه ګڼل کېږي.

چين د ګړندي اورګاډي په ګډون د پټليو د ابادۍ په برخه کې معيارونه رامنځته کړي او دا معياري کېدل په دې معنی دي چې په مټ يې لګښتونه ډېر راټيټېدلی شي. حتی نړيوال بانک د چين د ګړندي اورګاډي ستاينه کړې. د چين د ګړندي اورګاډي د پرمختک په نوم يو راپور کې ويل شوي چې د چين د ګړندي اورګاډو شبکې د ابادولو  لګښت د نورو هېوادونو په پرتله يوازې دوه پر درېيمه برخه ده او د ټيکټونو بيې يې له يو پر څلورمې برخې څخه تر يو پر پنځمې برخې پورې دي. يو لامل يې د ډيزاين او جوړونې پروسې معياري کېدل دي.  

د نړيوال بانک په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۵ کال کې د چين د ګړندي اورګاډو شبکې بېرته راستنېدو کچه ۸ سلنه اټکل شوې کوم چې په چين او ډېرو نورو هېوادونو کې د بنستيزو تاسيساتو د لويې پيمانې او اوږد مهاله پروژو کې د پانګوونې فرصت لګښت څخه ډېر لوړ دی.