په امريکا کې رامنځته شوې ګډوډي او امريکايي شکله ډيموکراسي!
CRI2021-01-08 15:43:47
شريکول:

د امريکا سياستوال تل خپل ځانونه (( د ديموکراسۍ ساتونکي)) بولي او په وينا يې دوی (( د ديموکراسۍ د سمندري څلي )) پر لوړې ولاړ دي. دغه امريکايي سياستوال د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د امريکايي شکله ديموکراسۍ له خپرولو سره ډېره علاقه لري او هرچېرته د اضدادو او د زور زياتي مقابلې د راپېدا کولو په هڅه کې دي. خو په امريکا کې اوسنۍ رامنځته شوې ګډوډۍ د تش په نوم (( سمندري څلي )) رښتيني بڼه ښکاره کړې او دا د دغه سمندري څلي د نسکورېدو د پيشبينۍ يوه نښه ده.

د امريکا د مشرانو او استازو جرګو د جنورۍ په شپږمه نېټه د ولسمشريزو ټولټاکنو د نتيجې د تائيدولو لپاره يوه ګډه غونډه تر سره کړه. د دغه هېواد د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملاتړکوونکو د دغې غونډې په وخت کې د کانګرس ودانۍ ته په زور ننوتل او د انتخاباتو د نتيجې بدلون غوښتنه يې کوله، چې له امله يې تر دې دمه څلور تنه وژل شوي او زيات کسان ټپيان شوي دي. دغې پېښې نړۍ په حيرانتيا کې  اچولې ده، ځکه تش په نوم ازادې او ديموکراتيکې امريکا کې دغسې تشدد آميزه فعاليت رامنځته شوی دی. د يادې پېښې له رامنځته کېدو وروسته په واشنګټن کې د شپې پر ګرځېدو باندې بنديز لګېدلی چې دا تدبير د دغه ځای په تاريخ کې نادر دی.

امريکايي ډوله ديموکراسي د امريکا د نرمو ځواکونو يوه برخه ده، د دغه هېواد د نړيوالې بڼې د ابادولو مهمه لاره او او په نړۍ کې د خپلو افکارو د خپرولو او د بادارۍ د موندلو لپاره د دغه هېواد پياوړې وسيله ده، خو د ولسمشرۍ ټولټاکنو د يوې ازموينې په شان د دغه هېواد د ديموکراسۍ له پټو رازونو يې پرده پورته کړې ده. امريکا له زياتو کلونو راهيسې د نورو هېوادونو د ديموکراتيک وضعيت په اړه (( اندېښنې )) څرګندې کړي، خو اوس دغه هېواد له کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخامخ دی او د خپل ځان او هم د نورو په اندېښنه کې دی.

امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې  د ديموکراسۍ په پلمه په لويديځه آسيا او شمالي افريقا کې د تش په نوم عربي پسرلي انقلاب طرحه کړی او په اسيا او اروپا کې يې (( رنګين انقلاب ))  راپاڅولی دی.  د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو تر لاسوهنې لاندې په لويديځې اسيا او شمالي افريقا کې د ځينو هېوادونو حکومتونه د ځايي لاريونونو له امله له قدرت نه غورځېدلي دي. که په دغو هېوادونو کې ځايي پوليس د ټولنيز نظام د ساتلو لپاره له قوانينو سره سم اقدامات غوره کړي، امريکا يې پر ديموکراسۍ د ګواښ نښه بولي. کله چې همدغسې پېښه په امريکا کې رامنځته شي، امريکايي پوليس پرې اوښکې بهوونکی اوبه ګاز کاروي او اوبه پرې پاشي، څو لاريون کوونکي تيت او پرک کړي او همدغه لاريون کې هم پوليسو يادې کړنې تر سره او لږ تر لږه ۱۳ لاريون کوونکي يې نيولي دي.

روان کال د (( عربي پسرلي )) انقلاب د رامنځته کېدو له لسمې کليزې سره برابر دی. خو دغه انقلاب اړوندو هېوادونو ته (( پسرلی )) نه دی، بلکې د امريکايي ډوله ديموکراسۍ د خپرولو يوه منفي بېلګه ده. د (( عربو پسرلي انقلاب )) د زياتره اړوندو هېوادونو خلکو پيل کړ، خو دغې امريکايي ډوله ډيموکراسۍ نه يوازې دوی ته نوی ژوند ور نه کړ، بلکې بې حده ناورينونه او زيانونه يې ورواړول.

د امريکا د ملي شورا په ودانۍ کې رامنځته شوې د زور زياتي پېښه د امريکايي ډول ډيموکراسۍ د ماتېدو نښه ده او له دې څخه د دغه هېواد د نظام نيمګړتيا څرګنديږي چې يوازې د ګډې نظريې لرونکي ورته د منلو وړ دي او مختلفې نظريې لرونکي يې له مقابلې سره مخامخ دي. امريکايي سياستوال بايد ويښ شي او د کورنيو چارو په ښه تر سره کولو دې ښه فکر وکړي. دوی بايد پر نورو د امريکايي ډوله ډيموکراسۍ له تپلو څخه لاس واخلي، ځکه واقيعتونه دا ښيي، چې دغه مفکوره نه کېدونکی کار دی. د يوراسيا ګروپ په نوم د سياسي چارو د سلاشمورو مشهور نړيوال شرکت په دې وروستيو کې د ۲۰۲۱ کال د لسو لويو نړيوالو خطرونو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي، چې امريکا تر ټولو خطر ناک هېواد دی، ځکه (( يو ناآرام لوی هېواد به د ټولو کسانو لپاره مشکل جوړ کړي)). کله چې امريکا پر نورو هېوادونو د ديموکراسۍ د نشتون تور لګوي، نو په همدغې پلمې پر دوی بنديزونه لګوي حتی پوځي بريدونه پرې کوي، امريکا بايد لومړی خپل وضعيت ته وګوري او په نړۍ کې د ستونزو له جوړولو څخه دې لاس واخلي.