پر چيني تصديو بنديزونه د چين پر ضد د ځينو امريکايي سياستوالو د ناوړې نظريې او رويې څرګندونه کوي
CRI2021-01-09 17:10:10
شريکول:

د امريکا مشر په دې وروستيو کې د ملي امنيت په پلمه يو داسې اداري حکم لاسليک کړ چې له مخې به يې د (( علي پې)) او (( ويچټ پې )) په شمول د ۸ چيني اپونو له لارې د معاملو تاديات منعه شي. دا د امريکايي سياستوالو مسخره اميزه کړنه ده چې د خپل ماموريت مودې له پای ته رسېدو مخکې له حکومتي صلاحيت څخه په ناوړې استفادې سره پر چيني تصديو باندې بنديز لګوي.

د امريکا نوی حکومت به د جنورۍ په ۲۰مه نېټه لوړه وکړي، خو نوموړی اداري حکم به له لاسليکېدو څخه ۴۵ ورځې وروسته نافذ شي، دا په دې مانا ده چې د دغه حکم تطبيق شکمن دی. دغه حکم د اوسني امريکايي حکومت بد نيت څرګندوي چې غواړي د چين پر ضد د راتلونکي امريکايي حکومت دريځ ټينګ کړي.

د ځينو څېړونکو په اند، د ځينو امريکايي سياستوالو هغه کړه وړه چې د ملي امنيت په پلمه پر چيني تصديو بې بنسټه تورونه لګوي او پرې بنديزونه لګوي، د چين پر ضد د دوی د ناوړه افکارو او رويې ښودنه کوي.