ايا (( نننۍ امريکا له ۴ کلونو نه مخکې لا امنه ده)) ؟
CRI2021-01-10 16:14:53
شريکول:

د امريکا (( ټايم )) اوونيزې مجلې د جنورۍ په اومه نېټه د خپلې پوښتۍ په لومړي مخ باندې د امريکا د ملي ګانګرس پر ودانۍ باندې د حملې د انځور په خپرولو سره څرګنده کړې ده چې امريکايي ډوله ديموکراسي له بريد سره مخ ده. د نيويارک جامو ډيزاينر کنيس کل دغه انځور ته په اشارې وويل، دغه عکس نه يوازې د امريکا تېره ورځ تعريف کړې، بلکې د امريکا ۴ تېر کلونه يې منعکس کړي دي.

د واشينګټن پوست د جنورۍ په ۶مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې مايک پومپيو د نوي دروغو په اختراع کولو سره نوی کال شروع کړی، په دې اړه يې يوه بېلګه ښودلې چې نوموړي څو څو ځلې ويلي چې نننۍ امريکا له ۴ کلونو نه مخکې لا امنه ده.

نننۍ امريکا د ۴ کلونو نه مخکې لا امنه او يا لا د اندېښنو څخه ډکه ده؟ له حقايقو څخه د دغې پوښتنې ځواب موندلی شو.

د ژوند خونديتوب تر ټولو ستر او مهم بشري حق دی. خو په امريکا کې د کرونا وبا پر وړاندې پر شخصي ګټو پسې لالهانده امريکايي سياستوالو په خپلو دندو کې سترې بې غورۍ او بې پروايۍ کړې چې له امله يې تر اوسه له ۳۵۰ زرو زيات امريکايان په دغه وبا کې مړه شوي دي او بې شمېره امريکايانو د خپلوانو د مړينې او د بې کارۍ زحمتونه ګاللي دي. د څېړنيز ارګان د اټکل له مخې، په راتلونکي يوه مياشت کې به په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړينې شمېر شاو خوا ۱۱۵ زره نور هم زيات شي. په هغه وخت کې به څومره کورنۍ له غمونو او دردونو سره مخامخ شي؟

امريکايي تصدۍ هم له ستونزو سره مخ دي. د امريکا اوسني حکومت په ۴ تېرو کلونو کې له نورو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د پرېکون او ورڅخه د لوړو ګمرکي مالياتو د اخيستلو هڅې يې کړې. د امريکا حکومت د دغو کړو وړو له امله د دغه هېواد تصدۍ او د فارمونو خاوندانو د سپارښتنې زيات فورمولونه او همکاريز فرصتونه له لاسه ورکړي دي او دوی د امريکايي سياستوالو د ناسمو سوداګريزو تګلارو له امله تر ټولو ډېر زيانمن شوي. د کرونا وبا په موده کې زياتو امريکايي تصديو د خپلو ځانونو د ژغورلو لپاره په چين کې پانګونې زياتې کړې.

په امريکا کې تر ټولو د اندېښنې وړ مسئله د ټولنې بې ساری توپير او ټوټه کېدنه ده.  کرونا وبا په امريکا کې د بېوزلو او شتمنو ترمنځ د توپير او د نژادي تبعيض د پورته کېدو او سختېدو سبب ګرځېدلی دی. په امريکا کې د جورج فلويد په نوم يو تور پوستي ځوان د وژنې پېښې له امله د لويې پيمانې نژادي شخړې او ګډوډۍ رامنځته شوې. ايا دغسې امريکا امنه ده؟

د جنورۍ د شپږمې نېټې پېښه نه يوازې دا چې د اوسني ولسمشر پلويانو په افراطي طريقه د ولسمشريزو ټاکنو د نتيجې په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې، بلکې د دغه هېواد د ټولنې د ټوټه کېدو يوه څرګنده نښه ده. امريکايي ډوله ډيموکراسي د امريکايي سياستوالو په خوله کې د نړيوالو لپاره ارزښتناکه ده، خو له يادې پېښې څخه د امريکايي ډوله ډيموکراسۍ اصلي بڼه او دوه ګوني معيارونه له ورايه ښکاره شوي دي.