د بېجينګ د ژبو او کلتور پوهنتون
CRI2021-01-10 15:43:13
شريکول:

د بېجينګ د ژبو او کلتور پوهنتون (Beijing Language and Culture University,BLCU) په ۱۹۶۲ کې د چين پخواني صدراعظم جو این لای په لارښوونه جوړ شوی دی. دغه پوهنتون د ۱۹۶۴ کال په جون کې د بېجینګ د ژبو انسټيټيوټ په نوم ونومول شو او د چين د دولت پخواني رئيس ماو ځه دونګ په ۱۹۷۴ کال کې د دې انسټیټیوټ همدغه نوم ته رسمیت ورکړ، خو د ۱۹۹۶ کال په جون کې بیا د بیجینګ د ژبو او کلتور پوهنتون په نوم ونومول شو او تر اوسه پر همدې نوم یاديږي.

دغه پوهنتون د ملګرو ملتونو د کوچني سازمان په نوم هم پیژندل کېږي او په چین کې یوازینی پوهنتون دی، چې په عمده توګه بهرنيو زده کونکو ته د چینایي ژبې تدريس او کلتور کورسونه ورکول کیږي.

په عين وخت کې دغه پوهنتون چینايي زده کونکو ته په بیلابیلو برخو کې مسلکي کورسونه هم برابروي. د څه باندې ۵۵ کلونو په تېرېدو او پرمختګ سره دغه پوهنتون د ژبو او کلتور د تدريس او څېړنې په برخو کې ځانګړتياوې لري او لنډه دا چې، دغه پوهنتون په چين کې د چينايي او بهرنيو ژبو او کلتور د څېړنې او د بېلابېلو برخو د غوره استعداد لرونکو کسانو د روزنې مهم مرکز دی.

د بېجينګ ژبو او کلتور پوهنتون بهرنيانو ته د چینایي ژبې ښودلو (TCFL) او د چینايي کلتور د تدريس په برخو کې د چين تر ټولو پوهنتونونو پخوانی او ډېر مسلکي استادان لري او مساحت یې هم ډېر زیات دی.

دغه پوهنتون تر دې دمه، د ۱۸۳ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۲۰۰ زره بهرني محصلين روزلي دي. دغه محصلين اوس په چينايي ژبې ښې خبرې کولی شي او چیني کلتور سره پوره بلدتيا لري. له دغه پوهنتون څخه فارغ شوي زياتره کسان اوس د پوهنې، سیاست او سوداګرۍ په برخو کې نړيوال شهرت لري. د ساري په ډول يې ځيني کسان یادولی شو.

د قزاقستان ولسمشر قسیم توکیف، د اثيوبيا پخوانی ولسمشر موراټو ټیشم وټو، د قزاقستان د ملي امنيت کميټې مشر کریم ماسیموف، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ایګور مورګولوف، د جرمني سینولوژیست ولفګنګ کوبین، امريکايي فيزيک پوه او د نوبل جايزې ګټونکی ایرک کارنیل او داسې نورو مشهورو شخصيتونو په دغه پوهنتون کې زده کړې کړې دي.

د بېجینګ د ژبو او کلتور پوهنتون کې ډېر بهرني محصلين زده کړې کوي او هر کال بېلا بېل فعالیتونه پکې ترسره کیږي.

د مثال په توګه، هر کال په دغه پوهنتون کې کلتوري فيستيوال هم تر سره کېږي

د بېجينګ د ژبو او کلتور پوهنتون د چین د نړیوالې همکارۍ او تبادلې په پراختیا سره له نړۍ سره اړيکې لا نژدې کوي.

دغه پوهنتون د ۷۳ هېوادونو او سيمو له ۳۶۹ پوهنتونونو او تعليمي سازمانونو سره همکاريزې اړيکې جوړې کړې دي. د مثال په توګه، هارورډ پوهنتون سره يې په بېجينګ کې د هارورډ څانګه پرانېستې ده، د تايلنډ په مرکز بانکاک يې خپله څانګه جوړه کړې او د جاپان په توکيو کې يې هم څانګه پرنېستلې ده.

دغه پوهنتون په ځينو هيوادونو کې ۱۸ کنفوسيوس انسټيټيوټونه او ۲ کنفوسيوس کورسونه جوړ کړي دي.

دغه پوهنتون په دې وروستيو کلونو کې په منځنۍ توګه هر کال شاوخوا ۱۰۰ ښوونکي بهرنيو هيوادونو ته د زده کړو لپاره لیږي، د دغه پوهنتون څه باندې ۴۰۰ محصلين په بهرنيو هيوادونو کې زده کړې کوي او تقريباً ۱۵۰۰ بهرني محصلين په همدې پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې ترسره کوي.

څنګه؟ دغه پوهنتون مو خوښ شو؟