په چين کې د غذا خوړلو د لرګيو (چاپستيک) هنر
cri2021-01-11 11:30:11
شريکول:

په چين کې د غذا خوړلو د لرګيو (چاپستيک) هنر

ليکوال : حميدالله حميدي

بشر له پيله تر اوسه د پرمختګ او تکامل په حال کې دی او د غذا خوړلو طريقې د بشر د پرمختګ منعکسوونکې دي. د چين لومړنيو انسانانو خواړه په خپلو لاسونو سره خوړل، خو له هغوی وروسته نسلونو خپل خوراکي توکي پخول او د چاقو، پنجو او کاشوغو په مرسته يې خوړل. د چينايانو د پخلي او غذا د خوړلو لوښو د هغوی له اشپزۍ او د غذا خوړلو له عادتونو سره اړيکه درلوده. د ننني عصر خلک کولای شي د چين د پخوانيو اثارو له مخې د هغوی د غذا خوړلو او پخلي د لوښو د پرمختګ مخينه په ډاګه کړي. د چين د غذا خوړلو پخواني لوښي له ډبرو، برونزو، اوسپنې، خټو او داسې نورو څخه جوړ شوي ووو خو نن ورځ چينايي لوښي چې په خپله د چين هېواد توليدات دي، په ټوله نړۍ کې له غوره شهرت څخه برخمن دي. د ژوند د وضعيت په پرمختګ او ښه کېدو سره نه یوازې دا چې خوراکي توکي، بلکې د غذا خوړلو لوښي هم په پرله پسې توګه بدلون کوي.

د پخواني چين د پخلي وسايل او لوښي له دينګ، لي، هوګ، زنګ، يانګ او داسې نور څخه عبارت وو. له هغه وروسته ښکلي او نازک اوسپنیز او برونزي لوښي رامنځته شول. په اوس وخت کې د شته پخوانیو اثارو له ډلې داسې ښکاري چې هغه مهال پر پېشقاب، کاسو او ګيلاسونو سربېره ځینې نور فلزي لوښي لکه ګوای، «فو» او «داو» هم وو. ياد لوښي هم د پخلي او هم د غذا خوړلو لپاره کارېدل. په چین کې د شراب جوړولو تاريخ ډېره مخينه لري. د شانګ د سلسلې د شرابو خوړلو د پخوانيو لوښو له ډلې يې ډېر شمېر کشف شوي او باور دا دی چې په هغه سلسله کې شراب خوړل ډېر رواج وو. هغه مهال د شرابو د ساتلو لوښي له زونګ، هو، یونګ او داسې نورو څخه عبارت وو او د شرابو خوړلو لوښي بيا جايو، ګو، ژي، ګونګ، ژان او داسې نور وو.

د سونګ په سلسله کې د چيني لوښو جوړولو د بې مخينې پرمختګ په ترڅ کې چينايي لوښو هم پرمختګ وکړ. چينايي لوښي په مختلفو رنګونو لکه نيلي، سپین، تور او رنګه ډولونو شتون درلود او د یادو لوښو شکلونو، ډېکورېشن او رنګونو د پخوانیو سلسلو له لوښو سره ډېر توپیر درلود. اوسمهال د سونګ د سلسلې چينايي لوښي يو نادر او بې ساری ګنج بلل کېږي. یاد لوښي ډېر سپک، ظريف او صاف وو. د سونګ سلسلې خلکو له چاپېريال سره د چينايي لوښو تنظيم، ورته والي او همغږۍ ته ډېره پاملرنه کوله. هغوی به په اوړي کې د يخ رنګ لرونکي لوښي او په ژمي کې د ګرم رنګ لرونکي چينايي لوښي کارول. له خوندرو خوړو سره یو ځای نازکو او ظريفو لوښو د چين په غذايي فرهنګ کې يوه ښکلې منظره رامنځته کړې وه.

د غذا خوړلو لرګي په چين کې د غذا خوړلو د لوښو تر ټولو مهمه ځانګړنه ده. د بشر د غذا خوړلو وسايل د لاسونو ګوتې، پنجې، کاشوغې او د غذا خوړلو لرګي دي. د افريقا، منځنۍ اسيا، اندونېزيا او ځينې نورو سيمو اوسېدونکي د هند د قارې د خلکو په څېر په خپلو ګوتو سره خواړه خوري. د اروپا او شمالي امريکا خلک په پنجو سره خواړه خوري. د غذا خوړلو لرګي په چین، جاپان، وېتنام، مالېزیا، سنګاپور او د اسيا په ځينو نورو سوېل ختيځو سيمو کې ډېر رواج لري، يعنې د نړۍ شاوخوا درېيمه برخه نفوس د غذا خوړلو له لرګيو ګټه اخلي.

په پخواني چين کې د غذا خوړلو لرګي د «ژو» په نوم یادېدل او د غذا خوړلو د لرګيو د سرچينې په هکله يوه افسانه هم شته.

اتل «دايو» د قبيلې د پادشاه په امر سره د سېل د مخنيوي لپاره ولېږل شو. يوه ورځ «دايو» له خپلو ملګرو سره په اوبو کې غوښه پخوله. «دايو» د وخت د ډېر نه ضايع کېدو په خاطر په دوه نازکو لرګيو سره پخه شوې غوښه له دېګه را و ايسته او ويې خوړه. ملګرو يې هم تقليد ترې وکړ او له هغه وروسته دوه نازک لرګي د غذا خوړلو په لرګيو بدل شول، پر دې اساس وويل شول چې اتل «دايو» د غذا خوړلو د لرګیو اختراع کوونکی دی.

د «هان» سلسلې په کتابونو کې د «ژو» يا د غذا خوړلو د لرګيو په هکله يو ريکارډ هم شته.

د تاريخي مستند له مخې د شانګ په سلسله کې (له ۱۶۰۰ څخه تر ۱۰۴۶ مخکې له مېلاد کاله پورې) چې درې زره کاله پخوا وه، د چين خلکو د غذا خوړلو له لرګيو ګټه اخيسته. د غذا خوړلو تر ټولو پخواني لرګي د «دينګ» په پاتې شونو کې(د شانګ سلسلې د پلازمېنې کنډوالې چې په ژنګ یانګ ښار کې کې موقعيت لري) کشف شول. د هان په سلسله کې د غذا خوړلو لرګي د چین د خلکو د غذا خوړلو پر عامو وسايلو بدل شول. د غذا خوړلو لرګي د بشري تمدن په تاريخ کې د لويو اختراع ګانو له ډلې څخه شمېرل کېږي. د چين مشهور فزيک پوه ښاغلي (لي ژانګ دا) د غذا خوړلو د لرګیو په هکله داسې نظر ورکړی دی: «که څه هم دغه وسايل ډېر ساده ښکاري، خو په اصل کې د فزيک له اهرمي اصل څخه د ځيرکانه ګټې اخيستو ښکارندويي کوي. د غذا خوړلو لرګي د ګوتو پراختيا او ان د ګوتو ځايناستي ګڼل کېږي. دغه (مصنوعي ګوتې) کولای شي شديده تبه او ډېره يخه هوا وزغمي (د خوراک پر مهال مو لاسونه نه یخېږي) او دا په رښتيا هم يوه ځيرکانه اختراع ده.

د غذا خوړلو د لوښو اختراع د چين په غذایي رژيم پورې تړلې ده، دا ځکه چې د چين خلک د بوټو له پخو شوې رېښو، ساقو او پاڼو سره ډېره مینه لري. د غذا خوړلو لرګي يو بل کاري اړخ هم لري او هغه دا چې د ځينو عادتونو په رامنځته کېدو او د پخو شوو خوړ په تشکيل کې مهم رول لري، ښه بېلګه يې په اوبو کې پوخ شوی پسه دی. کله چې د چين خلک په اوبو کې پوخ شوی پسه خوري، د غذا خوړلو په لرګيو سره د غوښې يوه توټه را اخلي، په ګرمو شوو اوبو کې يې غوَټه کوي او له سوس سره يې خوري. له چاقو، کاشوغو او پنجې سره په پرتله باندې د غذا خوړلو له لرګيو څخه ګټه اخيستل سخت دي، ځکه چې د غذا خوړلو لرګي بايد په لويه (بټه) ګوته، د شهادت او منځ ګوتو په مرسته کنټرول شي او په مرسته يې له لوښي څخه کلک خواړه را پورته شي او خولې ته ورسول شي. څېړنو ښودلې ده چې د غذا خوړلو په لرګيو سره خواړه خوړل د ګوتو، مړوند او اوږو شاوخوا اتيا مفصلونه او پنځوس عضلې په حرکت راولي.

د لوېديځ خلک وايي، د ختيځو سيمو د غذا خوړلو لرګي يو غوره او په زړه پورې هنر دی. چينايان د پينګ پانګ لوبې په ترسره کولو کې ځکه د پام وړ مهارت لري چې هغوی د  غذا خوړلو د لرګيو په مرسته خپلو لاسونو او مړوندو ته په ښه توګه تمرين ورکړی دی.

له چاقو، کاشوغې او پنجې سره په پرتله باندې د غذا خوړلو لرګي نيمګړتياوې هم لري، ځکه چې د يادو لرګيو په واسطه وريژې، ګرده شوې غوښه او هګۍ په سختۍ سره له لوښي څخه را پورته کېږي.

د لوېديځ خلک د غذا خوړلو لپاره ځانګړي عادتونه او مقررات لري. هغوی په ښي لاس کې چاقو او په چپ لاس کې پنجه نيسي او په دواړو لاسونو سره خواړه خوري. د چين خلک د غذا خوړلو د لرګيو په مرسته جامد خواړه او د کاشوغې په مرسته سوپ خوري.

خو چينايان نه يوازې دا چې په يوه لاس سره خواړه خوري، بلکې په دوی کې د غذا خوړلو له لرګيو څخه ګټه اخيستل يو لړ مقررات او اصول هم لري، داسې چې د چين خلک معمولاً د غذا خوړلو لرګي په ښي لاس کې نيسي، د دمې پر مهال دواړه لرګي د کاسې يا قاب په څنډه کې ږدي او په عمودي ډول يې په خوړو کې نه دروي، ځکه چې د پخواني چين خلکو د قربانۍ يو لړ اداب او رواجونه درلودل چې د قربانۍ په خوړو کې به يې د غذ خوړلو لرګي په عمودي ډول درول. په چينايي فرهنګ کې د غذا خوړلو د لرګيو په مرسته چاته اشاره نه شئ کولای، د يادو لرګيو په مرسته خواړه يو له بل سره نه شئ ګډوډولای او لوښي پرې نه شئ ټکولای. له خوراک وروسته بايد د غذا خوړلو لرګي د کاسې د پاسه منظم کېښودل شي.

د غذا خوړلو لرګي د چين د خلکو د غذا خوړلو د ورځنيو وسايلو په توګه له مختلفو موادو لکه بمبو، لرګيو، سرو زرو، نقرې، مسو، اوسپنې، د کرګدن له ښکرو، عاج (د فيل دوه لوی غاښونه) او داسې نورو جوړېږي. د پخواني چين پادشاهانو ډېر کله د غذا خوړلو له نقره اي لرګيو ګټه اخيسته، ځکه چې نقره له کېمياوي سمي يا ذهري توکو سره د ټکر کېدو پر مهال تور رنګ غوره کوي او د غذا خوړلو نقره اي لرګي کولای شي د غذا له امنيت او صحت څخه ډاډ راکړي.

د غذا خوړلو لرګي نه يوازې دا چې د غذا خوړلو پر مېز باندې يو غوره خدمت ګار ګڼل کېږي، بلکې هغه د ارزښت وړ لاسي صنعت دی چې د چين د ځانګړي فرهنګ ښکارندويي کوي. له همدې امله د چين په ډېری سيمو کې د غذا خوړلو د لرګیو د جوړېدو صنعت پر مخ وړل کېږي او د غذا خوړلو ښايسته او په زړه پورې لرګي توليدوي. د غذا خوړلو لرګي ځانګړی هنري ارزښت لري او د ګرځندويانو او سيلانيانو پام يې ځان ته را اړولی دی. د چين مشهور څېړونکي او د تاريخي اثارو کارپوه ښاغلي «لانګ يو» په شانګهای ښار کې د غذا خوړلو د چينايي لرګيو د لومړني موزيم بنسټ کېښود. ښاغلي «لانګ يو» له اته سوه ډولونو او دوه زره جوړو څخه زيات د غذا خوړلو لرګي را ټول کړل او په ياد موزيم کې يې نندارې ته وړاندې کړل. په اندونېزيا هېواد کې ښاغلي «چيني» له هېواده د باندې سيمو څخه شاوخوا ۹۰۸ جوړې د غذا خوړلو لرګي را ټول کړي چې په دې ډله کې يوه جوړه يې د يوې پخوانۍ چينايي ملکې اړوند د غذا خوړلو لرګي هم موندل شوي دي.