د امريکا رياکاره بڼه د حقيقت په وړاندې رسوا شوې
CRI2021-01-11 15:39:17
شريکول:

د ۲۰۲۱ کال په پيل کې د امريکا کانګرس چې تل ځان ته د تش په  نامه د ازادۍ، ديموکراسۍ او مساوات استازيتوب خطاب کوي، په سختې ګډوډۍ کې ډوبه شوې چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلويان د کانګرس ودانۍ ته په زور داخل شوي چې دا پېښه په ټوله نړۍ کې د حيرانۍ وړ ګرځيدلې ده. د امريکا د کانګرس پوليسو د يوې تازه اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په دغه پېښه کې د کانګرس يو  ټپی شوی پوليس په اوومه نېټه مړ شو . تر هغه وخت پورې په دغه پېښه کې پنځه تنه وژل شوي دي. په دې هکله د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس هم په دې اړه خپګان څرګند کړ او ويې ويل،دا ډېره مهمه ده چې سياسي مشران بايد خپلو پلويانو ته د ويښتوب روحيه ورکړي، د زور زياتي مخه ونيسي او د ديموکراتيکې اجنډاوې او د قانون د ادارو درناوی وکړي. د بريتانيې لومړي وزير بوريس جانسون په خپل ټويټر کې په مستقيمه توګه ليکلي چې دغه پېښه يو ديموکراتيک شرم دی.

د لا زياتې انديښنې وړ خبره دا ده چې د امريکا د نړيوال ژورنال د معلوماتو له مخې،له دغې پيښې وروسته د ډونالډ ټرمپ ځينو پلويانو لا نور ليوانتوب کړی دی او د انټرنيټ له لارې يې يو بل ته بلنې ورکړې دي چې د جنورۍ په شلمه نېټه د جو بايډن د لوړې په مراسمو کې  په واشنګتن کې بيا راټول شي. د امريکا د يلون پوهنتون پروفيسر او د انټرنيټ د افراطي فعاليتونو څيړونکي ميګان سکويري دېته په اشارې سره وويل، دوی پر خپلو دغو کړنو هيڅ پښېماني نه کوي او نه شرميږي. د اوس لپاره دغه حالت ډېر د انديښنې وړ دی.        

په همدې وخت کې په امريکا کې د کرونا وبا له امله د مړه شويو کسانو شمېر له دری لکه اويا زرو تنو څخه اوښتی دی او تر اوسه پورې په دغه وبا د خپرېدو په حال کې د وروالي هېڅ تمايل نه ليدل کيږي. د دغه هېواد د ځينو نامسئوله سياستوالو په لمسون سره ځيني امريکايان د ازادۍ، ديموکراسۍ او بشري حقوقو تر شعار لاندې اعتراض کوي، په داسې حال کې چې ماسکونه نه اچوي، د کرونا وبا د وقايي او کنټرول تدبيرونه هم نه رعايت کوي او د ويروس د لا زياتې خپرېدا لپاره خطرونه رامنځته کوي. د بيلګې په توګه د ډونالډ ټرمپ پلويان چې د کانګرس ودانۍ ته داخل شوي، ليدل کيږي چې په دغو کسانو کې تقريبا ټولو ماسکونه نه دي اچولي. د امريکا د ناروغۍ د کنټرول او وقايي مرکز منشي روبيرټ ريډيفيلډ وويل، ښايي چې دغه ګډوډي د عامې روغتيا په چارو کې د ډېرو منفي اغيزو سبب شي.

بله خوا په امريکا کې د کرونا ضد د واکسين د ويشلو په کارونو کې د ناعدالتۍ حالت رامنځته شوی. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومت فکر کوي چې د موديرنا شرکت جوړ شوی واکسين يو ډوز به نيم او دوه کسانو ته ورکړي، تر څو خلکو ته د واکسين رسېدل زيات او سرعت چټک شي. د امريکا د اي بي سي خبري اېجنسۍ خبر ورکړ چې ډېرو خلکو د څلورو او پنځو ساعتونو لپاره په قطارونو کې انتظار کړی او د واکسين د شمير د کموالي له امله واکسين ورته نه دی رسيدلی، خو اړوند کسان چې له حکومت او يا شرکتونو سره نژدې اړيکې لري، واکسين ته لاسرسی موندلی دی. له دغو حقيقتونو څخه څرګنديږي چې د تش په نامه ازادي، مساوات او ديموکراسي په امريکا کې يو خيال دی او دا يوازې د کم شمېر کسانو ځانګړي حقوق دی.

له اوږدې مودې راهيسې امريکا ځان د بشري حقوقو مدافع بولي او د امريکا په نامه د بشري حقوقو په پلمه د نورو هيوادونو د پرمختګ په بهير او کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. خو يوه مياشت مخکې د تېر دسمبر په لسمه نېټه د بشري حقوقو په نړيواله ورځ باندې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړه شويو کسانو شمېر د مخکنۍ ورځ په پرتله د سپتمر د يوولسمې نيټې په پېښه کې د مړه شويو کسانو شمېر په پرتله زيات و. په هر معيار کې چې د نړيوالو لخوا په ګډه پيژندل شوي اصول دا دی چې تر ټولو لوی بشري حق د ژوند حق دی. د امريکا جامع ملي قوه په ټوله نړۍ کې لومړی مقام نيسي، خو د کرونا وبا له امله پکې دومره سخت بشري مصيبت رامنځته شوی، دا بنسټيزو بشري حقوقو ته د دغه هېواد د حکومت د نه پاملرنې کولو نتيجه ده.   ويلی شو د کرونا وبا به د اوږده وخت لپاره د ازادۍ، ديموکراسۍ او مساوات تر شا موجوده اوسي، د امريکا رياکاره بڼه په دې توګه نړيوالو ته لا څرګند او ښودل شوې ده او د تش په نامه د امريکا اخلاقي رسوا يې لا بربنډه شوې ده.