د نړيوال پرمختګ لپاره د چين د همکارۍ نوې پاڼه پرانيستل شوې
CRI2021-01-12 18:53:56
شريکول:

اوس نړۍ د لويو بدلونونو، اقتصادي کمزورتيا او د کرونا وبا د منفي اغېزو په شمول بېلا بېلو لاملونو په وجه له بې ثباتۍ سره مخ ده. بر سيره پر دې، ځينو لويديځو هېوادونو خپلو ګټو ته د لومړيتوب ورکولو، سوداګريز پروتيکشنيزم ، يو اړخيزم او د بادارۍ سياست ته مخه کړې چې د دوی دې عملونو په تېر يو يا دوو کلونو په اوږدو کې پر نړيوالې سولې او پرمختګ سيوری غوړولی. په دغسې حالت کې د جنورۍ په لسمه نېټه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر (( په نوې زمانه کې د نړيوال پرمختګ لپاره د چين همکارۍ )) په نوم  سپين کتاب خپور کړ چې په نوې زمانه کې د نړيوال پرمختګ او همکارۍ په اړه د چين مکفورې او  اقدامات بيان شوي او د نړيوال پرمختګ او همکارۍ د راتلونکې په هکله يې د چين پاليسۍ او اقداماتو پس منظر وړاندې شوی دی. چين د دغه سپين کتاب له لارې خپل دريځ څرګند کړی، او د نړيوال پرمختګ په اړه يې د همکارۍ  ژمنې کړې او چين پر ځان د نړۍ اعتماد ټينګ کړی دی. د نړيوالې سولې او پرمختګ عمومي تمايل نه دی بدل شوی، تر ۲۰۳۰ کال پورې د دومدار پرمختګ په موخه د ملګرو ملتونو اجنډا نه ده بدله شوې او د سوکاله ژوند مهيا کولو  په اړه د د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډه هيله نه ده بدله شوې. د نړيوال پرمختګ لپاره د چين همکارۍ د نوې زمانې له جريان او تمايل سره سمون لري.

د نړيوال پرمختګ لپاره د چين همکاري ژور تاريخي او کلتوري بنسټ لري.

په ياد کتاب کې دغه راز ويل شوي  چې د نړيوال پرمختګ په اړه د چين همکارۍ د چيني ملت له هغه  نظريې څخه سرچينه اخلي چې ټوله نړۍ د بشر شريک کور ګڼي، او ورڅخه د دوستانه تګ راتګ په اړه د چينايانو عنعنوي او اصلي احساس څرګندېږي.

که چينايان ښه ژوند ولري او نوره نړۍ له ستونزو او بې وزلۍ سره مخ وي، نو چينايان به له داسې ښه ژوند څخه خوند وا نخلي. د چينايانو په اند ټوله نړۍ يوه کورنۍ ده، نېکمرغه ژوند هغه وخت ممکن دی چې ټول ښه ژوند ولري. چينايان به هغه ملګري له ياده ونه باسي چې د مشکلاتو په وخت کې يې موږ  ته د مرستې لاس راکړی ، که دوی له ستونزو سره مخ شي نو موږ به هم هرو مرو مرسته ورسره وکړو. د چين حکومت او خلکو نه يوازې د خپل ولسي جمهوريت د رامنځته کېدو په پيل کې، بلکې د پرمختګ په بهير کې يې هم  له  وروسته پاتې سيمو سره مرستې کړې او  د پرمختګ په اړه خپلې تجربې ورسره شريکې کړې.

چين د نړيوال پرمختګ د همکارۍ په برخه کې ستر خدمتونه کړي دي.

چين له تېرو څه باندې ۷۰ کلونو راهيسې د نړيوال پرمختګ په هڅولو کې ګټور رول لوبولی دی.  له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۸  کال پورې يې د بې غرضه  مرستو، له سود پرته پورونو او امتيازي پورونو په شمول له بهرنيو هېوادونو سره د چين د مرستو عمومي ارزښت۲۷۰  ميليارډه او ۲۰۰ مليونه يوانو ته رسيدلی او له دې جملې څخه د بې غرضه  مرستو ارزښت ۱۲۷ميليارده او ۸۰۰ مليونه  يوانه و چې دې رقم له بهر سره  دچين د مرستو په عومي ارزښت کې ۴۷ اعشاريه ۳۰ سلنه برخه نيولې. د چين رهبر په زياتو مهم نړيوالو غونډو کې د چين د نړيوال پرمختګ او همکاريو رښتيني اقدامات اعلان کړي دي. د بېلګې په توګه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۰ کال د مې په ۱۸مه نېټه د روغتيا د ۷۳مې ويډيويي نړيوالې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې اعلان وکړ چې چين به په راتلونکو دوو کلونو کې د ۲ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت نړيوالې مرستې برابرې کړي، له م م سره په همکارۍ په چين کې د بېړنيو بشري مرستو زېرمتون او مرکز جوړ کړي، د ۳۰ چيني او افريقايي روغتونونو ترمنځ به د همکارۍ ميکانيزم جوړ کړي، د کوويد-۱۹ ضد چيني واکسين به د نړيوال عام توليد په توګه نړۍ ته برابر کړي. چين د نړيوال پرمختګ او همکاريو په برخه کې جدي ژمنې کړې او د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره يې رښتيني ګامونه پورته کړي دي.

د چين نړيوال پرمختګ او همکارۍ به د ۲۰۳۰ کال د م م د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پرمخ بوزي.

په نوې زمانه کې به د چين د نړيوال پرمختګ او همکاريو پيمانه لا لويه شي، لارې به يې لا زياتې شي او اداره به يې لا بشپړه شي. چين له اړوندو هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره فعالې هڅې کړې او له دوی سره يې د پرمختګ فرصتونه شريک کړي دي. چين په ګوانګ جو ښار کې د چين د وارداتو او صادراتو نړيوال نندارتون، د چين د نړيوال وارداتي نندارتون او د خدمتي چارو د معاملو نندارتون د جوړولو له لارې نړي ته چيني توليدات، بازارونه او خدمتونه برابر کړي دي. چين به نړيوال تګ راتګ او همکارۍ لا پياوړې کړي، له نورو هېوادونو سره به د بېړنيو بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي، په خپله د  پرمختګ د توان د پياوړتيا په برخه کې به له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک  ټولنې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي.

په نوې زمانه کې د نړيوال پرمختګ لپاره د چين د نړيوالو همکاريو په نوم  سپين کتاب کې څرګنده شوې چې چين به په هراړخيزه توګه د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ نوې لاره پيل کړي او د پرمختګ نوې مرحلې ته به ننوځي. چين به خپل برخليک د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له برخليک سره وتړي او د چينايانو او د نورو هېوادونو د خلکو ګټې به سره شريکې کړي. په چين کې دوه مشهور متلونه دي: (( په سمه لاره کې ټوله نړۍ د بشر شريک کور  دی )) او (( له ګاونډيانو سره بايد ښه سلوک وشي او له بهرنيو هېوادونو سره دې دوستانه اړيکې ټينګې شي )). که نړيوال وضعيت هر څومره بدل شي، چين به تل د خپلو ژمنو پر عملي کولو ټينګار وکړي. چين د افغانستان په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تلپاتې باوري ملګری دی.

 

ليکوال: شي منګ