د شينجيانګ يوه حکومتي مامور د امريکايي سياستوالو درواغ رد کړل
cri2021-01-13 15:45:55
شريکول:

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ځايي حکومت مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې د شينجيانګ مسئلې په هکله خبري ناسته جوړه کړه. د امريکا د CNN خبري شبکې، د بلومبيرګ نيوز، د جاپان NHK رسنۍ، د مصر Middle East News Agency او د پاکستانAssociated Press  په شمول څه باندې دېرشو بهرنيو رسنيو په دغه ناسته کې برخه درلوده.

څو ورځې مخکې د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړي مارکو روبيو په شمول ځينو پارلماني غړو ويلي چې د شينجيانګ ځايي حکومت د اويغور قوم په شمول د ملي لږکيو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي چې دا د نژاد ختمولو په معنا ده او د چين حکومت د دې کار مسؤل دی. د شينجيانګ د ګوندي کمېټې د نشراتي ادارې مرستيال شو ګوی شيانګ په دغه ناسته کې په دې اړه وويل، د امريکايي سياستوالو بې ځايه وينا د نژاد ختمولو د مخنيوي او عامملينو ته د سزا ورکولو تړون ته زيان رسوي، پر شينجيانګ يې بې ځايه تور لګولی او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې ده.

ښاغلي شو ګوی شيانګ د يو لړ شمېرو په بيانولو سره په شينجيانګ کې د نفوس د زياتېدو حالت معرفي کړ چې له مخې يې له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې شينجيانګ کې د اويغوري قوم نفوس ۲۵ سلنه زيات شوی او له ۱۰ ميليونو، ۱۷۱ زرو څخه ۱۲ ميليونو ۷۱۸ زرو ته لوړ شوی . په عين وخت کې د هان قوم نفوس يوازې ۲ سلنه زيات شوی. هغه وويل، د اويغوري قوم د  نفوس زياتوالي اندازه هم د شينجيانګ د ټول نفوس د زياتوالي په نسبت لوړه ده او هم د هان قوم د نفوس زياتوالي په نسبت ډېره جګه د ه.

 يو شمېر بهرنيو سياستوالو مخکې هم ادعا کړې وه چې د شينجيانګ ځايي حکومت ملي لږکي د بچيانو زېږولو مخنيوي ته اړ کړي.

نوموړي وويل چې حقيقت داسې نه دی او د بېلا بېلو قومونو وګړي د  بچيانو زېږولو او يا نه زېږولو ازادي لري او کوم سازمان يا شخص پکې د لاسوهنې حق نه لري.

ښاغلي شو ګوی شيانګ زياته کړه، دا يو واقعيت دی چې امريکا د افغانستان، عراق او سوريې په شمول هېوادونو کې د بشري حقونو څخه دفاع او د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه جګړې پيل کړې چې له امله يې ميليونونو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر کډوال او بې کوره شوي دي، نو له دې معلومېږي چې په نړۍ کې بشري حقونه چا تر پښو لاندې کړي؟  دی وايي ځواب ډېر څرګند دی.

نوموړي د جبري کارونو په اړه دې ته اشاره وکړه، له ۱۸مې پېړۍ راهيسې، د امريکا په جنوب کې د کرهنيزو چارو په ګړندي پرمختګ سره، ګڼ شمېر تور پوستي د غلامانو په توګه امريکا ته پلورل او ليږدول شوي او اړ شول د پمبيو راټولولو په شمول ډېرو کارونو لګيا وو.  امريکا د انساني قاچاق مسئلې په اړه په خپل کلني راپور کې منلې چې دغه هېواد د انساني قاچاق سرچينه ده. د کارګرو نړيوالې ټولنې د ۲۰۱۵ کال د جون په لسمه نېټه د يو راپور په خپرولو سره امريکا د هغو هېوادونو په ليست کې شامله کړې چې په سيستماتيکه توګه يې د کارګرو حقونه تر پښو لاندې کړي.

ښاغلي شو ګوی شيانګ وويل، د امريکا په داخل کې ملي لږکي له اوږدې مودې راهيسې ځورول کېږي او د سياست، اقتصاد، کلتور او ټولنيز ژوند په شمول بېلا بېلو برخو کې تر تبعيض لاندې دي. د امريکا دغه کړنې له نړيوالو بشري اصولو څخه سخته سرغړونه ده. دا يو واقعيت دی چې امريکا د نژاد ختمونکې ده.