چين غواړي چې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې په هکله له بېلا بېلو خواوو سره سلا مشوره وکړي
cri2021-01-13 10:59:20
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنوري په دوولسمه نېټه وويل چې د چين د صدراعظم مرستيال هان جنګ د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه په انلاين سرمشريزه غونډه کې چې د يوې ځمکنۍ کرې په نوم جوړه شوې وه، ګډون او وينا يې وکړه. هغه په خپله وينا کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې لپاره  د ګډو بريالیتوبونو د تر لاسه کولو لپاره د همکارۍ په لوري روان شي او په دې برخه کې ګډې هڅې وکړي چې دا د بيولوژيکي تنوع د پروتوکول د لاسليکونکو خواوو د ۱۵مې غونډې د پرمخبيولو لپاره لارښوونکی اهميت لري.

وياند جاو لي جيان د خبريالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې وويل چې چين تل د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ مهم ګډون کوونکی، خدمت کوونکی او لارښوونکی دی. چين په جدي توګه ياد پروتوګول پلی کړی او د دې پروتوکول د لاسليکوونکو په لسمه غونډه کې يې ټاکل شوې موخه تر سره کړې ده. چين وړانديز وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې په نوم د شين پرمختګ نړيواله اتحاديه جوړه شي او په وار سره يې د چاپيريال ساتنې په برخه کې له څه باندې سلو هېوادونو سره همکارۍ کړې دي. چين د بيولوژيکي تنوع په اړه يو لړ همکاريزې پروژې پلې کړې او د پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له لارې يې د خپل توان په اندازه له نورو پرمختیايي هېوادونو سره مرستې کړې دي.(غاټول)