د تايلند کابينې د کوويد ۱۹ ضد د ۲ مليون دوزه چيني واکسينونو د اخيستلو بوديجه تصويب کړه
CRI2021-01-13 15:21:51
شريکول:

د تايلند د صدارت مانۍ مرستيال وياند په دې وروستيو کې خبري رسنيو ته وويل، چې د دغه هېواد کابينې د ۲۸۰ مليونو يوانو په ارزښت هغه بوديجه منظور کړه چې له چين څخه به د کوويد ۱۹ ضد ۲ مليون دوزه واکسينونه واخلي. دغه چيني واکسينونه به د تايلند طبي کارکوونکو او هغو ډېر عمر لرونکو کسانو ته ورکول شي چې مزمنې ناروغۍ لري او پر کوويد۱۹ ويروس د اخته کېدنې خطر يې لوړ دی.

(ياسمين)