د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنوري په ۱۲مه نېټه د قرغيزستان د ولسمشر په توګه د صادر نورګوزويچ جاپارو د ټاکل کېدو له امله ور ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره کړې چې د چين او قرغيزستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۲۹ کلونو راهيسې دغو اړيکو ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جامع همکاريو د ستراتيژيکو اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې د يو کمربند او يوې لارې له ګډې ابادۍ څخه په استفادې سره د ګډو ګټو پربنسټ دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې شي تر څو دواړه هېوادونه او خلک ترې ګټې واخلي.(غاټول)