په نړۍ کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۸۹ ميليونو، ۷۰۷ زرو او ۱۱۵ تنو ته رسېدلی
cri2021-01-13 14:40:22
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۱۲مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په نړۍ کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۸۹ ميليونو، ۷۰۷ زرو او ۱۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

دغه تازه شمېره ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۵ بجو ۴۰ دقيقو پورې په نړۍ کې ۵۶۶ زره ۱۸۶ تنه پر دغه ويروس تازه اخته شول او عمومي شمېر يې ۸۹ ميليونو، ۷۰۷ زرو او ۱۱۵ تنو ته رسېدلی دی. په همدغه ورځ د دغه ويروس له امله ۹۳۷۱ تنه مړه شول او عمومي شمېر يې ۱ ميليون، ۹۴۰ زرو او ۳۵۲ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)