د ايټالیا د ريپبليک ورځپاڼې وېبپاڼې د جنوري په يوولسمه نېټه خبر ورکړ چې د دې هېواد د ميلان پوهنتون په مشرۍ يوې نړيوالې څيړنيزې ډلې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په لسمه نېټه يوه ښځه چې د پوستکي ناروغې درلوده، په ټېست کې د کوويد ۱۹ ويرس پيدا کړی و.
سربېره پردې د ۲۰۲۰ کال په جون کې د دې ناروغې د وينو د معاينې په ترڅ کې ياد ويروس بيا پيدا شوی. د ميلان پوهنتون څيړونکو په اند په دې ويروس د دغې ناروغې د اخته کېدو وخت په نړۍ کې تر ټولو وختي دی.(غاټول)