د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د پارلمان د ولسي جرګې د نوې دورې غړو د جنورۍ په ۱۲مه نېټه لومړۍ غونډه ترسره کړه، ۵۹۶ تنو غړو يې لوړه وکړه او نوی مشر يې انتخاب کړ.
د مصري رسنيو د خبر له مخې، دغه غونډه د فاديه شوبهي تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. ۸۳ کلنه فاديه شوبهي د مصر په تاريخ کې لومړۍ ښځينه غړې ده چې د پارلماني غونډې مشري يې وکړه. د مصر د اساسي قانون د عالي محکمې پخوانی مشر په ياده غونډه کې د ولسي جرګې د مشر په توګه وټاکل شو. (هيله)