د ايران خارجه وزير د ايران او القاعدې ترمنځ د اړيکو لرلو په اړه د مايک پمپيو ادعا رد کړه
CRI2021-01-13 10:31:40
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په واشينګټن کې د خبريالانو دولتي ټولنې ته د خپلې وينا په ترڅ کې د ايران او القاعدې ترمنځ د اړيکو شتون ادعا وکړه او و يې ويل چې د ايران استخباراتي څانګې او سپاه پاسداران القاعدې سازمان ته د فعاليت اسانتياوې برابروي. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف بيا په دې اړه پر يوې ټولنيزې رسنۍ څرګنده کړه چې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې په پېښه کې ټول ګډون کوونکي ترهګر د مايک پمپيو په خوښه د منځني ختيځ له څو ځايونو څخه امريکا ته تللي او له دې کسانو څخه هېچا له ايران سره تړاو نه درلود. 

( سپوږمۍ)