د امريکا بهرنيو چارو وزارت د چين تايوان ته په م م کې د دغه هېواد استازې کيلي کرافت سفر لغوه کړی
CRI2021-01-13 15:23:06
شريکول:

د رويټرز د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د جنورۍ په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې په روانه اوونۍ کې يې ټول ديپلوماتيک سفرونه لغوره کړي دي چې پکې د چين تايوان ته په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازې کيلي کرافت سفر هم شامل دی.

په دغه خبر کې ياده شوې چې د ټاکلي پلان له مخې، نوموړی به د جنورۍ له ۱۳مې څخه تر ۱۵مې پورې تايوان ته سفر وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جنورۍ په ۱۲مه نېټه وويل، چې د بايډن حکومت ته د کارونو د انتقال له امله په روانه اوونۍ کې اورپا ته د خپل سفر په شمول ټول ديپلوماتيک سفرونه لغوه شوي دي.