چين د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه پر کيوبا باندې د امريکا له خوا له بنديزونو سره ټينګ مخالفت کوي
cri2021-01-13 11:03:09
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا بيا کيوبا د هغو هېوادونو په لېست کې ځای پر ځای کړی چې له  ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنوري په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين تل دا دريځ لري چې نړيواله ټولنه بايد له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي او د امريکا له داسې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه يې پر کيوبا باندې سیاسي او اقتصادي بنديزونه لګولي دي.

وياند جاو لي جيان پر دې ټينګار وکړ چې د چين په اند امريکا بايد د مساوات او متقابل درناوي پر بنسټ له کيوبا سره عادي اړيکو ته پرمختګ ور کړي چې دا د دواړو هېوادونو او خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري او په لاتينې امريکا کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هم ګټوره ده.(غاټول)