د امريکا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د انديښنې وړ دی
cri2021-01-13 11:30:52
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوري په ۱۲مه نېټه د امريکا د ملي کانګرس په ودانۍ کې د زور زياتي تر پېښې وروسته د امريکا فدرالي او ځايي حکومتونه د دې هېواد د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې پر امنيتي مسئلې باندې انديښنه ښکاره کړې ده چې ټاکل شوې د جنوري په شلمه نېټه به تر سره شي. د امريکا ولسمشر ټرمپ د جنوري په يوولسمه نېټه اعلان وکړ چې واشينګټن بېړنی حالت ته داخل شوی دی.

سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه بېړنی حالت به د روانې میاشتې تر ۲۴نيټې پورې دوام ولري او د امريکا د کورني امنيتي وزارت او د بېړنيو تدبيرونو فدرالي ادارې ته يې صلاحيت ورکړی چې باید لازم تجهيزات او سرچينې ځای پر ځای کړي او  په يادو مراسمو کې د امنيت ساتنې د کارونو همغږي وکړي.(غاټول)