د ترکيې د عامې روغتيا وزير فخرالدين کوجا د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د کوويد ۱۹ ضد واکسين ولګولو. نوموړي ته د واکسين ورکولو مراسم پر تلويزيونونو په ژوندۍ بڼه خپرېدل. ياد واکسين د چين د سينواک شرکت جوړ کړی دی. د کوويد ۱۹ ضد د ترکيې علمي کمېټې کارکوونکو هم دغه واکسين لګولی دی.
کوجا په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د چين ياد واکسين خوندي دی او په ترکيې کې به د روانې مياشتې له ۱۴ مې نېټې څخه د چين د کوويد ۱۹ ضد واکسين ورکولو بهير پيل شي.
د ترکيې د درملو او طبي توکو ادارې د روانې مياشتې په ۱۳ مه نېټه په دغه هېواد کې د چين د کوويد ۱۹ ضد واکسين بېړنۍ کارونې ته اجازه ورکړه.
(مينه)