ټاکل شوې چې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ډله چين ته ورسېږي او د چين له ساينس پوهانو سره به د کورونا ويروس د سرچينې لټولو لپاره ګډې همکارۍ وکړي. د چين د څو وزارتونو مامورينو څو ورځې مخکې دا څرګنده کړې چې چين غواړي د روغتيا نړيوال سازمان د ساينس پوهانو په شمول له بهرنيو ساينس پوهانو سره نږدې همکارۍ وکړي او د کورونا ويروس سرچينې د لټولو لپاره خدمتونه وکړي.
د روغتيا نړيوال سازمان ساينس پوهان به د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د چين وو هان ښار ته ورسېږي او د وقايوي مقرراتو له مخې به لومړی قرطين شي، په دې بهير کې به د چين له ساينس پوهانو او طبي پوهانو سره د ويډيويي غونډو له لارې د نظريو تبادلې وکړي. (هيله)