چين ميانمار ته د کوويد-۱۹ ضد ۳۰۰ زره دوزه واکسين او نور وقايي توکي ورکړي
CRI2021-01-14 17:15:26
شريکول:

د چين د خلکو ورځپاڼې د جنورۍ په دوولسمه نېټه خبر وکړ چې په همدې ورځ د چين حکومت يو ځل بيا ميانمار ته د بسپنې په توګه د کوويد-۱۹ وبا ضد توکي ورکړي دي.

په ميانمار کې د چين سفير چن های د بسپنې د ورکولو په مراسمو کې وويل، چين هيله لري چې د کوويد-۱۹ له وبا سره د مبارزې په برخه کې له ميانمار څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د واکسين په برخه کې به له دغه هېواد سره همکارۍ پياوړې کړي.

د ميانمار د روغتيا او سپورټ وزير مينټ هتوي (Myint Htwe) وويل، هېواد يې له چين څخه مننه کوي چې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې يې د طبي کارپوهانو ډله راواستاوه، له دې وبا سره د مبارزې تجربې يې راسره شريکې کړې، د ميانمار د ناروغيو کنترول له  مرکز سره يې مرستې کړې، د دغه هېواد طبي کارکوونکي يې روزلي او واکسين يې راکړی دی.

(ياسمين)