ايران په سور سمندر کې د خپلو پوځونو د ګزمه وهلو د عادي کېدو اعلان وکړ
cri2021-01-14 11:28:05
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د پوځ لوی درستيز تورن جنرال محمد باقري د جنورۍ په ۱۳مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد سمندري پوځ به په سور سمندر کې ګزمه وهل عادي کړي.

د ايران د تسنيم اژانس خبر ورکړ، د دغه هېواد سمندري پوځ په همدې ورځ په عمان خليج کې پوځي تمرين وکړ. محمد باقري وويل، د ايران سوداګريزې بېړۍ مخکې په سور سمندر کې له دوښمانانه عملياتو سره مخ شوې، نو د ايران پوځ به په سور سمندر کې ګزمه وهل عادي کړي چې د ايران د سوداګريزو بېړيو او د تيلو وړونکو بېړيو خونديتوب وساتي. (هيله)