چين: د 5G تکنالوژۍ استخراج او استعمال بايد د بېلا بېلو هېوادونو په ګډه مشوره، جوړ او شريک شي
cri2021-01-14 14:22:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چين تل دا نظر لري چې  5G  تکنالوژې د څلورم صنعتي انقلاب لپاره لارښوونکي تکنالوژې ده او ستر اهميت لري. د دغې تکنالوژۍ استخراج او استعمال بايد د بېلا بېلو هېوادونو په ګډه مشوره، جوړ او شريک شي.

له يوې مودې راهيسې، د امريکا ځينو سياستوالو له نورو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د چيني تصديو د 5G  تجهيزات و نه کاروي. جاو لي جيان په دې اړه وويل، د امريکا دغه کړنه د علمي تکنالوژۍ د پرمختګ له اصولو څخه سرغړونه ده او د بېلا بېلو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون نه لري. (هيله)