وانګ يي د څواړخيزم د پلی کولو په اړه خپل وړاندېزونه وکړل
CRI2021-01-14 15:06:39
شريکول:

پر ځايي وخت د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له اندونيزيا څخه د سفر په ترڅ کې خبريالانو ته د څواړخيزم د تينګېدو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

وانګ يي وويل، واقعي څواړخيزم بايد د م م پر منشور او اصولو او د نړيوالو اړيکو بنسټيزو اصولو ټينګار وکړي. بېلا بېل هېوادونه دې يو د بل د ملي حاکميت درناوی وکړي او د مساواتو بنسټ دې وساتي. ټول هېوادونه دې د خپل پرمختګ د لارو او حقونو په برخه کې يو د بل درناوی وکړی. بېلا بېل هېوادونه بايد د ډيالوګ له لارې د نړيوالې مسئلې حل ولاړوي. موږ د څواړخيزم ضد ډلو د سياست مخالفت کوو. موږ نړۍ ته د څو هېوادونو لخوا له جوړ شويو اصولو سره مخالفت کوو. موږ د دې هم مخالفت کوو چې د څواړخيزم له لارې د ځانګړو هېوادونو لپاره ګډې ډلې جوړې کړي.

(مينه)