د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۶مه نېټه د امريکا د سټرباکس (Starbucks) تصدۍ افتخاري مشر هوارډ سچولتز ته د ځوابي پيغام په ليږلو سره نوموړی او تصدۍ يې وهڅوله چې په پر له پسې توګه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا لپاره مثبت رول ولوبوي.
شي جين پينګ په خپل پېغام کې ليکلي، چې چينايانو د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د هراړخيزې نسبتاً سمسورې ټولنې او د سوسياليزم د عصري کېدو د ابادۍ لپاره اوږد مهاله کوښښونه کړي دي. چين به د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ نوې لاره پيل کړي او د سټرباکس او نورو امريکايي شرکتونو په شمول به د بېلا بېلو نړيوالو تصديو لپاره لا نور زيات فرصتونه برابر کړي.
له دې نه مخکې سچولتز شي جين پينګ ته د پيغام په ليږلو سره د دې په مناسبت مبارکي وويله چې چين به د رئيس شي تر مشرۍ لاندرې د هراړخيزې نسبتاً شتمنې ټولنې د جوړېدو موخې ته ورسيږي.