په نړۍ کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۰ ميليونو، ۳۳۵ زرو او ۸ تنو ته رسېدلی
cri2021-01-14 14:31:53
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په نړۍ کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۰ ميليونو، ۳۳۵ زرو او ۸ تنو ته رسېدلی دی.

د يادې تازه شمېرې له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶ بخو ۵۱ دقيقو پورې په نړۍ کې ۵۹۳ زره ۴۰۹ تنه پر کورونا ويروس تازه اخته شول او عمومي شمېر يې ۹۰ ميليونو، ۳۳۵ زرو او ۸ تنو ته رسېدلی دی. په همدغه ورځ د دغه ويروس له امله ۱۲ زره ۲۹۵ تنه مړه شول او عمومي شمېر يې ۱ ميليون، ۹۵۴ زرو او ۳۳۶ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)