چين: د امريکا د ((اندو- پسيفيک )) ستراتيژۍ سند د زورواکۍ ساتنې ستراتيژي ده
cri2021-01-14 14:33:19
شريکول:

امريکا څو ورځې مخکې د ((اندو- پسيفيک)) ستراتيژۍ سند د ټاکلي پلان له ۳۰کاله وړاندې افشا کړ . د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې دې ته اشاره وکړه، دغه سند په واقيعي توګه د زورواکې ساتنې ستراتيژي ده او بايد لغوه کړی شي.

امريکا  ياد سند تر ټاکلي وخت ۳۰ کاله مخکې افشا کړ او پکې د هند پرمختګ په هڅولو سره د چين د ودې مخنيوي، له چين څخه د تايوان د جلا کېدو او په دې سيمه کې د امريکا د لارښود مقام د ساتنې په شمول يو لړ محتويات شامل دي. ښاغلي جاو لي جيان وويل، دغه سند ښيي چې امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ويجاړولو بدنيت لري، نو دا د امريکا د زورواکۍ ساتنې لپاره يوه ستراتيژي ده. (هيله)