د امريکا د کانګرس د استازو جرګې د جنورۍ په ۱۳مه نېټه پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اتهام لګولو ماده تصويب کړه او پر هغه يې د بغاوت لمسونولو تور ولګاوه. دغه راز ټرمپ د امريکا په تاريخ کې لومړی ولسمشر دی چې د دوو ځلو لپاره له استيضاح سره مخ شوی.
يادې جرګې د همدې ورځې په ماسپښين رايګيري ترسره کړه او د ۲۳۲ موافقو رايو او ۱۹۷ مخالفو رايو په تر لاسه کولو سره يې ياده ماده تصويب کړه. د استازو په جرګه کې د ديموکرات ګوند ټولو غړو او د جمهوريت غوښتونکي ګوند لس تنو غړو له يادې مادې څخه ملاتړ وکړ.
پر ټرمپ د اتهام لګولو مصوبه به د مشرانو جرګې ته د تائيد لپاره وړاندې شي، که د مشرانو جرګې دوه پر درېيمې برخې غړي له دې مصوبې څخه ملاتړ وکړي، نو ټرمپ به د قانون منګولو ته وسپارل شي. (هيله)