امريکا د نژاد پرستۍ دنده پر غاړه لري
CRI2021-01-14 16:34:06
شريکول:

د امريکا ځيني سياستوال هميشه د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې په اړه دروغ او جعلي خبرې جوړوي او له دې لارې پر چين تورونه لګوي. د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت  له پای ته رسيدو سره لا فعال شوی او حتی د شينجيانګ په اړه يې مسوده وړاندې کړې ده، په شينجيانګ کې يې تش په نوم د نژاد د ختمولو دروغ  جوړ کړي چې دا د حيرانې وړ خبره ده او د چين له حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې د دغه بې دليله کار لپاره دنده پر غاړه واخلي.

په حقيقت کې د شينجيانګ د نفوس شمېر قوي شاهدي ورکوي او دا څرګندوي چې په شينجيانګ کې د نژاد ختمولو چارې شته که نه. د شينجيانګ ځايي چارواکي د څه دپاسه دېرشو هيوادونو خبري رسنيو ته تازه معلومات ورکړي چې د چين د حکومت لخوا د شينجيانګ د اداره کولو په چارو کې د اغيزمنو او مثبتو تګلارو تر ګټو لاندې له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې شينجيانګ کې د اويغوري قوم نفوس ۲۵ سلنه زيات شوی او له ۱۰ ميليونو ۱۷۱ زرو څخه ۱۲ ميليونواو  ۷۱۸ زرو ته لوړ شوی دی . په عين وخت کې د هان قوم نفوس يوازې ۲ سلنه زيات شوی دی.  که د امريکايي سياستوالو خبرې حقيقت ولري، نو بيا څنګه د اويغوري قوم نفوس زيات شوی دی؟

په حقيقت کې امريکا د بشري حقوقو په ساحه کې ډېرې تيروتنې لري، په خپل هېواد کې د نژاد ختمولو چارې پرمخ وړي. د امريکا کارپوه دريک بيل وايي، د نژاد پرستۍ کړنه د امريکا  هميشنۍ ځانګړتيا ده او دغه خبرې په تاريخ او اوسني وخت کې ثبت شوې دې. د امريکا په تاريخ کې حکومت نه يوازې د انديانو د شړلو او وژلو په برخه کې بلکې  د دوی پر خاورو يې تيری کړی او د دوی سرچينې يې لوټ کړي، او د انديانو د نژاد ختمولو، جلا کولو او مدغمولو تګلارې يې غوره کړي او بشري حقونه او ګټې يې نه دی ورکړي. د شلمې پيړۍ په پيل کې په امريکا کې د انديانو نفوس د ۱۴۹۲ کال ته په کتو له پنځه ميليونو څخه۲۵۰ زرو ته کم شوی دی. د امريکا د اتلانتيک مجلې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي،انديانو د امريکا څلور سوه کلن تاريخ په اوښکو او وينو کې تېر کړی دی.  

اوس په امريکا کې نژاد پرستي ډېره رامنځته کيږي. د تېر کال په جون مياشت کې د امريکا افريقايي الاصله نارينه جارج فلويد د سپين پوستي پوليسو لخوا ووژل شو چې له امله يې په  ټوله امريکا کې د لويې پيمانۍ لاريونونه رامنځته شول. خو په ورته وخت کې د امريکا د ناروغۍ د کنټرول مرکز يوه شمېرنه خپيره کړه چې له مخې يې پر کرونا د اخته افريقايي الاصله امريکايانو شمېر او د دغې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر د سپين پوستو امريکايانو په پرتله پنځه چنده زيات دی. د امريکا په کوردننه له اوږدې مودې راهيسې د نژادي تبعيض حالت ډېر سخت دی چې له امله يې  د امريکا ځيني لږ کي تنفوس نه شي ايستلی.

برسيره پر دې د امريکا سياستوال چې هميشه د تش په نوم له اسلامي هيوادونو سره د دوستۍ ټينګولو په هڅه کې دي، برعکس په هغو هيوادونو کې سختې پيښې تر سره کوي. په وروستيو کلونو کې د امريکا حکومت د ترهګرۍ ضد د جګړې په پلمه په عراق، سوريه، ليبيا او افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو کې جنګونه پيل کړي او جنګي ډلې لمسولې دي چې له امله يې په مليونو بې ګناه کسانو ته مرګژوبلې اوښتې دي. په ۲۰۱۷ کال کې د امريکا سياستوالو امريکا ته د اوو اسلامي هيوادونو د اتباعو د ننوتلو د مخنيوي حکم صادر کړ او د بشري حقونو په نړيوال تاريخ کې يې  يوه توره پاڼه اړولې ده  او د دوی دغه کړنه د نړيوالې ټولنې له لوري سخته وغندل شوه. د امريکا په دننه کې د مسلمانانو حالت هم ډېر خراب دی. د يوې څيړنې له مخې،په امريکا کې ۷۵سلنه مسلمانانو سره  تبعيضي چلند کيږي. په ۲۰۱۸ کال کې د امريکا د اسلامي ټولنې کميټې راپور خپور کړ چې له مخې يې له ۲۰۱۶ کال راهيسې په امريکا کې د مسلمانانو ضد ډلو شمېر دوه چنده زيات شوی دی. په ۲۰۱۷ کال کې په دغه هېواد کې د مسلمانانو ضد پيښې وشوې چې يو په دريمه برخه يې  د امريکا د فدرالي حکومت لخوا لمسول شوې دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له مسلمانانو سره ډېر تبعيض لري. هغه د مسلمانانو په شمول د امريکا لږ کي قومونه ګوښه ساتي او دغه هېواد ته د مسلمانانو ورتګ نه خوښوي او محدوديتونه پرې لګوي .  د مسلمانانو ضد امريکايي ډلې په ۲۰۱۶ کال کې مايک پومپيو ته د ښه فعاليت په نوم د هېواد د امنيت باز جايزه ورکړه.

نو ايا رښتيا هم د امريکا دغه سياستوال د چين په شينجيانګ کې د اويغوريانو ګټو ته پاملرنه کوي؟ دوی په چين کې د لږ کيو قومونو د حقونو او ګټو د ساتنې په چارو کې هيڅ حيثيت نه لري.