د چین خواړه
cri2021-01-15 14:30:06
شريکول:

د چين فرهنګ 

د چين خواړه

لیکوال:  حمیدالله حمیدي

چین د خوړو په برخه کې یو ډېر په زړه پورې متل لري: «خواړه د خلکو اسمان دی.» دغه متل ددې ښکارندویي کوي، چې خواړه د خلکو لپاره څومره مهم دي. خو خواړه د چینایانو لپاره یوازې د ژوندي پاتې کېد ماده یا خېټې ډکولو وسیله نه ده، بلکې دوی خواړه برکت، خوند او هنر بولي. د چین باستان متفکر کنفوسیوس ویلي: « خواړه او مینه د انسانانو تر ټولو اړینه اتیا او هیله ده.» هغه کسان چې د خوړو له فرهنګ سره مینه لري، نو د کنفوسیوس دغه خبره د یوه مدرک، سند او مثبت فکرۍ په توګه کاروي.کیدای شي په نړۍ کې بل هېڅ داسې هېواد نه وي، چې د چین په څېر دې خوندور خواړه  ولري. یوازې د فرانسې او اېټالیا د پخلي مهارتونه د چین له پخلي سره پرتله کېدای شي.


د ۲۰۱۸ کال په اپريل کې د جيانګ سو ولايت په هوای ان ښار کې د خوړو نندارتون 

چیني اشپزان په خپل ځانګړي مهارت سره داسې خواړه چې د نړۍ د نورو خلکو په اند د پخولو نه دي، داسې پخوي چې ځانګړی خوند، رنګ او بوی ولري.

د نورو لویو هېوادونو په پرتله، د خوند او رنګ له مخي چیني خواړه ډېر توپیر کوي. سره له دې چې تر ټولو ښې وریجې د چین په شمال ختیځه برخه کې تولېدېږي، خو ددې سیمې اوسېدونکي بیا د شمالي سیمو د اوسېدونکو په څېر له هغه خوړو سره مینه لري، چې اوړه پکې کارول کېږي. د چین د شمالي برخې سنتي خواړه د وري ښوروا او د مرغ اوۍ کباب دی. د چین د جنوبي سیمو عمده خواړه بیا وریجې دي. د چین د شمالي برخو په پرتله د جنوبي برخو خواړو بېلګې بیا یو څه ډېرې او په خوند کې هم توپیر لري. د هاویان ولایت خواړه تر ډېره دریایي او سوپ ډېر په کې کارول کېږي. نو ویلای شو، کله چې بهرنیان چین ته ځي، نو نه یوازې د چین خواړه یې حیرانوي، بلکې د خوندورې مزې څخه یې یو څه غبطه هم کوي.

چیني خواړه یوازې د خوند پر اساس نه، بلکې د رنګ له مخې هم ښکلی ښکاري او انسان یې خوړو ته لېواله کېږي. سره له دې چې د چین د هرې برخې خواړه توپیر کوي، خو چیني اشپزان هڅه کوي، چې په هره سیمه کې په خپلو خوړو کې د رنګ، خوند او بوی معیار وساتي. چیني اشپزان ، ددې لپاره چې د خوړو اصلي رنګ او خوند وساتي کله چې غوښه او سابه پخوي، د اصلي موادو تر څنګ دوه درې ډوله جانبي مواد هم و ارضافه کوي، څو یې هم رنګ ښکلی شي او هم یې خوند ښه وي.

دوی خواړه په ابي، شنه، سره، ژېړ، سپین، مشکي، قهویي او نور رنګونو پخوي. دغه څه نه یوازې خواړه ښکلي کوي، بلکې خوند او مزه یې هم توپیر کوي. دوی د خپلو خوړو د خوند لپاره له پیازو، زنجبیل، اوږې، دارچین، فلفل، د کنجدې له غوړو او مرخېړیو لپاره کار اخلي. دوی په دې سره د خپلو مشتریانو اشتها هم تحریکوي. اشپزان په خپل ځانګړي مهارت خواړه پخوي، لکه سره کوي یې، ګبابوي یې، بخار ورکوي، په غوړو کې یې پخوي، په اوبو کې یې پخوي او یا هم د پخولو نورې بڼې لري. دوی له بېلابېلو خوندور مسلجاتو څخه په ګټې اخیستو خواړه، تروشوي، خوږوي، تندوي او نور خوندونه ور اضافه کوي. دوی له  خپل هغه ځانګړي مهارت په ګټې اخیستو چې لري یې، سبزۍ لکه: بادرنګ، رومي بانجان او نور په ډېر ښکلی ډیزان په قابونو کې ږدي، چې ان په لیدلو یې سړی خوند حس کولای شي. دغه سبزۍ ځانګړي قابونه لري، سبزۍ ته ځانګړې ښکلا ورکوي. امریکایان ددې لپاره چې مناسب اندام او ښه روغتیا ولري، اوس اوس له چین غذایي رژیم څخه ګټه اخلي. چینایان په دې اند دي خواړه د انسان د روغتیا لپاره ډېر مهم دي، نو له همدې کبله ډېرې ګټور بوټي او ګیاوې د چینایانو پر ورځینو خوړو باندې بدل شوي دي. چینایان تر ډېره د خپلو خوړو لپاره غوښه، سابه کاروي او هغه خواړه هم ډېر خوري، چې اوړه پکې کار شوي وي. چینایان چې کله سوپ تیاروي، نو هڅه کوي چې په ډېر ښکلي لوښي کې یې واچوي او د خوندور کېدو لپار بېلا بېلې ادویې او مسلجات ور واچوي. دوی په دې کار سره خپلې روغتیا ته هم پام کوي. چینایان په دې اند دي، چې که غواړئ خپله روغتیا مو تضمین کړې وي، نو ښه ده چې خېټه مو تر اویا یا اتیا سلنې پورې ډکه کړئ.