شي جين پينګ د چين او ويتنام ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۱مې کاليزې په مناسبت نګويون فو ترونګ ته د مبارکۍ پيغام وليږه
cri2021-01-18 10:36:59
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د چين او ويتنام ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۱مې کاليزې په مناسبت د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او رهبر نګويون فو ترونګ ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې دې ته اشاره وکړه، له تېر کال راهيسې د چين او ويتنام ترمنځ اړيکې مخ په ښه کېدو دي، له ښاغلي نګويون فو ترونګ سره مې دوه ځلې ټليفوني خبرې وکړې او په نوې زمانۍ کې د دواړو هېوادونو او دواړو ګوندونو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت او ژورتيا او د دواړو خواوو ترمنځ مو د ستراتيژيکو همکاريو د هڅولو په اړه يو لړ مهمې موافقې تر لاسه کړې. د کورونا ويروس ضد مبارزه کې دواړو خواوو په صميمي همکارۍ سره ستر برياليتوب تر لاسه کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې د يادونې فعاليت په برياليتوب سره تر سره شو، په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې ډېرې ژورې شوې دي. (هيله)