نژاد پرستي د امريکايي ټولنې تجزيه چټکوي
CRI2021-01-19 10:21:30
شريکول:

د امريکا د بسکيټبال ډېر مشهور افريقايي الاصله تقاعد شوی لوبغاړي کريم عبدال جبار ويلي چې تور پوستي له امريکايي ديموکراسۍ څخه برخمن نه دي. له دې خبرې څخه د امريکايي سياستوالو په خوله د تش په نامه د ديموکراسي رياکارانه بڼه څرګندېږي. 

د امريکا تاريخ ته په کتو سره ثابتېږي چې د انديانو د عام وژنې او د غلامانو په توګه د افريقايانو د پلورلو او اخيستلو په شمول نژاد پرستي د دغه هېواد د پرمختګ دايمي چلند دی. په دغه هېواد کې ملي لږکي لا تر اوسه خپل وړ مقام نه دی تر لاسه کړی او نژاد پرستي د ټولنې له بېلا بېلو ساحو څخه څرګندېږي. په تېره بيا ټولې نړۍ دې ته پام کړی چې په امريکا کې ملي لږکي د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې څنګه ځپل شوي.

( سپوږمۍ)